اسلام آباد 20 جنوري (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير ??ېخ رشيد احمد د شورو په ورځ د اسلام آباد هوائي اډې دوره كړې. وفاقي وزير په هوائي اډه مسافرو لپاره د اسانيو جاج واخست. د دورې په موقع خبريالانو سره په خبرو كښې د كورنيو چارو وفاقي وزير ??ېخ رشيد احمد ووئيل سمندر پورې پاكستانيان زمونږ اثاثه دي، د بهر نه راتلونكو مسافرو ته په اسانيو كښې به كوتاهي ونه زغملې شي . ده ووئيل د مسافرو ښه خيال ساتلو لپاره اېف آئي اے، امېګرېشن ، اے اېس اېف او كسټمز ته خاص هدايات جاري كړې شوي. په دې موقع د كورنيو چارو سېكرټري، د امېګرېشن او اېف آئي اے ډي جي هم موجود وو. ??ېخ رشيد احمد ووئيل 192 هېوادونو لپاره آن لائن وېزه جاري كړې شوې. ده ووئيل د وزيراعظم ??رې??ړه ده چې آن لائن وېزې لپاره به كوم خنډ نه وي. ده ووئيل اي پاسپورټ به په دوه مياشتو كښې پ??ل كړے شي. دې سره به د پاكستان امېج ښه شي. ده ووئيل د مزدورانو اسانۍ لپاره د پاسپورټ موده لس كاله كړې شوې. نادرا به هره ورځ يو لك شناختي كارډونه جوړوي او وړومبے كارډ به وړيا وي. ده ووئيل ټولو سمندر پورې پاكستانيانو ته باور وركوم چې په هوائي اډه به دوي غوره اسانۍ ولري.