اسلام آباد 16 دسمبر(اے پي پي) د کابینه د اقتصادي رابطه کمیټۍ (ای سی سی) د موبائل ډیوائس مینوفیکچرنګ او د الیکټرک وھیکل پالیسۍ منظوري وركولو ??ره په ځائي كچه د موبائل فون جوړولو ?? څانګې ډاډګيرنې لپاره ریټیلرز له په مینوفیکچرنګ 4 فیصده ودهولډنګ ټیکس د ختمولو منظوري وركړې ده ٬ د اي سي سي غونډه د شورو په ورځ د خزانې وفاقي وزير ډاکټرعبد الحفیظ شېخ په مشر?? كښې وشوه په غونډه كښې په ځائي كچه د موبائل فونز په تيارۍ د سېلز ټېكس ختمولو هم اصولې منظوري وركړې شوه كومې لپاره چې ت??لاره به د خزانې وزارت سره د مشاورت نه پس رامخې ته كولې شي، په غونډه كښې د اقتصادي چارو وزارت لخوا د قرض اغستو نوې پاليسي 2020 وړاندې كړې شوه٬ د دې نه علاوه په غونډه كښې د نړيوال فنانس كارپورېشن لخوا د پاكستان روپۍ سره د تړلې شوي ب??نډ د اجرا هم منظوري وركړې شوه ، د کراچۍ ټرانسفرمیشن پلان اېجنډا د اي سي سي تر راتلونكې غونډې موخر كړې شوه۔ په غونډه كښې وفاقی وزيرانو شېخ رشید احمد، حماداظهر، مخدوم خسروبختیار،علي حېدر زېدي٬ محمد میاں سومرو، عمرایوب خان ٬ صلاحكارو عبدالرزاق داود، ډاکټرعشرت حسېن، خاص مرسيتالو ډاکټر وقارمسعود، ندیم بابر، ډاکټرثانیه نشتر، تابش غوري ګډون كولو۔ د سټېټ بېنك ګورنر ډاكټررضا باقر د وېډیو لنك د لارې په غونډه كښې ګډون وكړو۔