اسلام آباد 25 نومبر (اے پی پی) د قومی اسمبلۍ سپیکر اسد قیصر وئيلي دي د کورونا موجوده صورتحال د تشویش وړ دے او د صحت په اړه په مشورو او اېس او پیز په سختۍ سره عمل سره د دې څخه بچ كيدے شو، ده سیاسی قیادت ، پوهانو ، میډیا او د صحت پوهانو څخه غوښتنه وكړه چې د کوویډ 19 تباه کن اثرات څخه اولس خبر كړي او دې لپاره يوه قومی بیانیه جوړه كړي۔ د کورونا وائرس ناروغۍ په اړه د پارلمانی کم??ټۍ غونډه د شورو په ورځ پارلیمنټ هاؤس كښې د قومی اسمبلۍ سپيكر اسد قیصر په مش??ۍ كښې وشوه۔په غونډه كښې د اپوزیشن غړو په غير موجودګۍ د افسوس څرګندونې سره اسپیکر ووئيل سیاسی اختلافات نه ځانله بايد مخالفې ډلې په غونډه كښې ګډون كړے ؤ دغسې چې د قومی اهمیت په چارو او د کورونا وائرس په موجوده صورتحال غور كولو سره ئې خپلې رائې وړاندې كړې شي۔ ده هيله څرګنده كړه چې اپوزیشن به د پارلمانی کم??ټۍ په راروانو غونډو كښې ګډون وكړي۔ ده ووئيل د کم??ټۍ جوړولو په اړه د ځينې حلقو د اړخه دا اعتراض غیر ضروری دے ،ځكه چې قومی اسمبلۍ كښې د قواعد او ضوابط ترمخه د ترلاسه اختیاراتو ترمخه دا كميټي جوړه شوې ۔ ده ووئيل د دې کمېټۍ با??ابطه نوټیفکیشن جاري كولو څخه وړاندې سېنېټ او قومی اسمبلۍ كښې ټولو پارلمانی ګوندونو سره قانونی مش??ورت شوے ؤ۔ سپیکر ووئيل زه او زما كورنۍ د دې ناروغۍ څخه تير شوي يو او زما كورنۍ زياته ځپلې شوې لهٰذا زه د دې ناروغۍ د اثرات څخه خبر يم۔ د وزیر اعظم د روغتيا خاص مرستيال ډاکټر فیصل سلطان د کم??ټۍ په وړاندې COVID-19 په اړه شميرې وړاندې كړي۔ده د تيرو او تازه شميرو موازنه هم وكړه۔ ده ووئيل صورتحال تشویشناك دے او این سی ا?? سی په پريكړو عمل درآمد نه کولو په صورت د دې ناروغۍ خراب اثرات مرتب کيدې شي۔ د COVID-19 ټیسټ او صحت موجوده آسانيو په اړه ده ووئيل حکومت د کورونا ټیسټنګ ګنجائش زياتولو نه علاوه د COVID-19 رنځورانو لپاره روغتونونو كښې آسانيو وركولو له ټول وسائل وركړي۔ده د این سی ا?? سی د لويو غونډو او تعلیمی هلو ځلو بنديز پريكړه وستائله كومې چې د دې ناروغۍ په مخنيوي كښې مهم كردار ترسره كوي۔ پارلمانی کمېتۍ غړو ترمينځه دا اتفاق ؤ چې ټول سیاسی قیادت دې اولس ته يو متحد پیغام وركړي دغسې چې د کورونا وائرس ناروغتيا خپريدو مخنيوې له احتیاطی تدابیر خپل کړے شي ۔ده د این سی ا?? سی په پريكړه عمل درآمد كولو له تجاويز هم وركړل۔ده ووئيل د اسلام آباد هائی کورټ په غونډو بنديز لګول د این سی ا?? سی د پريكړې توثیق ??ے۔ ده د اپوزيشن په غونډه كښې په ګډون نه كولو د افسوس څرګندونه وكړه۔ د قومی اسمبلۍ غونډې رابللو په معامله کم??ټۍ په متفقه توګه سفارش وكړو چې د اسمبلۍ غونډې رابللو له دې مخالفې ډلې سره مش??ورت وكړے شي دغسې چې په اتفاق د غونډې كورم پوره كيدو سره غونډه اوشي۔ کم??ټۍ ډاکټرانو ، پیرا میډیکیډکس او COVID-19 رنځورانو له د صحت آسانيو وركولو كښې بوښتو ټولو كسانو ته هم پيرزوئنې وړاندې كړې ۔په غونډه كشې وفاقي وزيرانو اسد عمر ، سینیټر شبلی فراز ، سید امین الحق ، سېنیې كښې د حكومتي ډلې مش?? ډاکټر وسیم شهزاد ، وزیر اعظم صلاحكار ډاکټر ظهیر الدین با??ر اعوان ، دوهم وزير علی محمد خان ، وزیر اعظم خاص مرستيال ډاکټر فیصل سلطان ، د قومی اسمبلۍ غړو غوث بخش خان مهر ، ملك عامر ډوګر ، سینیټرز ستاره ایاز ، انور الحق کاکړ ، اورنګزیب خان او د قومی اسمبلی او اړوندو محکمو