اسلام آباد ۔ 28 اګست (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان ??ئي??ي دي د سندھ او په خاص توګه د كراچۍ اولس پرمختيائي حاجتونو او مسئلو بشپړه ادراك لرؤ۔ وفاقي حكومت به په دې اړه خپل كردار ترسره كړي۔د وزیراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري كړې شوي بيان له مخې د دې خيالاتو څرګندونه وزيراعظم خپله مشرۍ كښې د جاج اخستو غونډې ته خطاب كښې وكړه۔ غونډه كښې وفاقي وزيرانو اسد عمر ٬ مراد سعيد او مشرانو چارواكو ګډ??ن كولو۔ د سندھ ګورنر عمران اسماعيل غونډه كښې د وېډيو لنك د لارې ګډ??ن وكړو۔ غونډې ته سندھ صوبه او كراچۍ كښې د وفاقي حكومت په پرمختيائي منصوبو تر دې دمه د شوي پېش رفت په اړه بريفېنګ وركړے شو۔ د سندھ ګورنر وزيراعظم ته د كراچۍ تازه صورتحال په اړه و??ئي??۔ وزیراعظم غونډې ته خطاب كښې و??ئي?? د سندھ او په خاص توګه د كراچۍ اولس پرمختيائي حاجتونو او مسئلو بشپړه ادراك لرؤ۔ وفاقي حكومت به په دې اړه خپل كردار ترسره كړي۔ وزيراعظم و??ئي?? كراچۍ كښې سېورېج ٬ د اوبو ويستلو او د څښلو پاكو اوبو رسولو حوالې سره بشپړه پلان د ټولو شراكتدارو مشاورت سره جوړولې شي۔ ده و??ئي?? د كراچۍ اولس ته ريليف وركولو له ټولو وفاقي ادارو ته هدايات وركړې شوي دي۔ ده و??ئي?? تېره ورځ د سندھ اعلی وزير سره كراچۍ كښی د اوسنيو بارانونو نه وروستو په رامخې ته شوي صورتحال خبرې وشوې او هغه ته د ادارو لخوا د هرې ممكنې مرست?? باور وركړے شو۔ وزيراعظم په دې خبره زور راوړو چې كراچۍ د پاكستان مهم ښار دے او دا وخت د پېښ بېړني صورتحال مقابلې له به ټولې وسيلې كارولې شي