اسلام آباد 23 جولائي (اے پي پي) خارج?? وزير مخدوم شاه محمود قريشي وئيلي دي د تېرو دوو كلونو په مهال د مېپكو كاركردګي ډېره د مايوسې وړ وه، مېپكو ته به خپله كاركردګي د اولسي هيلو له مخې ښه كول وي، كار نه كوونكي افسران به په يو صورت هم ونه زغملے شي . خارج?? وزير دا خبرې د زيارت په ورځ د پارلمان په ودانې كښ?? د مېپكو كاركردګۍ په اړه په خپله مشرې كښ?? د غونډې په مهال وكړې. په غونډه كښ?? د توان وفاقي وزير عمر ايوب، د غذائي تحفظ وفاقي وزير سيد فخر امام، په قومي اسمبلۍ كښ?? چيف وهپ سردار عامر ډوګر او سوئيلي پنجاب سره تعلق لرونكو د قومي اسمبلۍ ګڼ شمېر غړو ګډون وكړو. خارج?? وزير ووئيل د مېپكو په ضد د سوئيلي پنجاب د اولس اندېښنې ورځ تر بله مخ په زياتېدو دي. خارج?? وزير ووئيل د تېرو دوو كلونو په مهال د مېپكو كاركردګي ډېره د مايوسې وړ وه، مېپكو ته به خپله كاركردګي د اولسي هيلو له مخې ښه كول وي، كار نه كوونكي افسران به په يو صورت هم ونه زغملے شي . د قومي اسمبلۍ د سوئيلي پنجاب غړو د مېپكو په كاركردګۍ د عدم اطمينان څرګندونه وكړه. سيد فخر امام ووئيل د مېپكو كاركردګي دې ډېجيټلائز كړې شي او هره اونۍ دې كاركردګي وړاندې كړي. د توان وفاقي وزير عمر ايوب ووئيل د خارج?? وزير شاه محمود قريشي او د سوئيلي پنجاب د پارلمان د غړو اندېښنې سمې دي. دا اندېښنې لرې كولو او د مېپكو كاركردګي ښه كولو لپاره به هر ډول ممكنه اقدامات كولے شي