اسلام آباد ۔ 7 جولائی (اے پی پی) د سمندري چارو وفاقي وزير علي حېدر زېدي د سندھ حكومت لخوا د عزېر بلوچ او نثار مورائي په جے آئي ټي راپورونو كښ?? د كړي بدلون په اره چيف جسټس آف پاكستان څخه د سوموټو نوټس اخستو اپيل كړے۔ د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبي فراز سره په ګډه پي آئي ډي كښ?? خبري كنفرنس ته خطاب كښ?? ده ووئيل نړۍ كښ?? د رائټ او لېفټ سياست كېږي ولې دلته د رائټ او رانګ سياست كېږي۔ ده ووئيل تورن په جے آئي ټي راپور كښ?? د 158 قتلونو اعتراف په خپله كړے ۔ سندھ حکومت چې كوم جے آئي ټي راپور ريليز كړے هغه نيمګړې دے۔ په اصل جے آئی ټی كښ?? چې كوم انكشافات شوي وو هغه په دې خپور كړي راپور كښ?? نشته چې تورن د چا په وېنا دا كړي او ګټه ئې چاته رسېدلې وه۔ ده ووئيل عزېر جان بلوچ خپل بيان حلفي كښ?? دا اقرار كړے چې ما د سېنېټر يوسف بلوچ په وېنا د سندھ وزيراعلی قائم علي شاه او فريال تالپور سره ملاقات كړے او دوي ته مې د خپل ځان ??ه ضد د بېډ مني ختمولو وئيلي وو كومه چې د فريال تالپور او آصف زرداري په وېنا ختمه كړې شوه۔ علي زېدي ووئيل د جے آئي ټي راپور په آخري پاڼه بيان حلفي كښ?? عزېر بلوچ وئيلي زه يره لرم چې د دې انكشافاتو وروستو به زه او زما د كور كسان ووژلے شي۔ دې لپاره زه خواست كوم چې زما دې بشپړ حفاظت وكړے شي ولې چې زه د آصف زرداري او نورو هغه كسانو نه كوم چې بيان كښ?? ذكر شوي د انتقامي كارروائۍ خطره لرم۔ علی زېدی ووئيل د بلديه فې??ټرۍ جے آئي ټي راپور هم ډېر په ګرانه ريليز كړے شو۔ ده ووئيل د سندھ پوليس اېس پي ډاکټر رضوان احمد چې كله راپور رامخې ته كړو نو د هغه ټرانسفر شكار پور ته وكړے شو۔ هلته هغه بل راپور رامخې ته كړو۔ علي زېدي ووئيل جے آئي ټي راپورونو له ما په كال 2017ء كښ?? د سندھ چيف سېكرټري ته خط ليكلے ؤ ولې د هغې ځواب لا نه دے راغلے ۔ ده ووئېل بيا ما بل خط وليكلو د هغې ځواب هم ترلاسه نه شو۔ دې نه وروستو ما سندھ هائي كورټ كښ?? پټينش فائل كړو۔ په 28 جنوري 2020ء د سندھ هائي كورټ لخوا زما په حق كښ?? پرېكړه راغله بيا هم د سندھ حكومت په ما اعتراض وكړو چې دې معامله كښ?? زما كوم بنده نه دے مړ شوے نو زه راپور ولې غواړم۔دغسې ما بيا اسمبلۍ كښ?? په دې خبره وكړه۔ ده ووئيل بل اړخ ته ناست كوم خلق چې په بجټ تقريرونه كوي د دوي په اړه خو جے آئي ټي كښ?? ليكلي شوي چې دوي د خلقو په وژلو كښ?? ككړ وو۔ ده ووئيل د عزېر بلوچ په جے آئي ټي كښ?? 6 كسان وو او په جے آئي ټي راپور د څلورو كسانو لاس ليك دے۔ په كوم جے آئي ټي چې د څلورو كسانو لاس ليك دے هغې كښ?? د ملګرو نومونه هم ليكلے شوي او بل راپور كښ?? د ملګرو نومونه نشته۔ ده ووئيل زما په اړه وئيلي شي چې تحريك استحقاق به راوړلے شي او د 62،63 تر مخه به كورټ ته رجوع وكړے شي۔ ده ووئيل څه چې كولے شې وكړئ ٬ زه هېڅ پروا نه لرم۔ علی زېدی ووئيل د كابينې غونډې نه وړاندې مې وزيراعظم سره ملاقات كړے او هغه ماته د بشپړ ملاتړ باور راكړے ۔ ده ووئيل زه د وفاقي وزير په حېث چيف جسټس آف پاكستان ته اپيل كوم چې د دې 184.3 ترسېوري لاندې سوموټو نوټس واخلي۔ علي زېدي ووئيل په جے آئي ټي كښ?? چې د كومو كسانو نومونه راغلي هغوي د خلقو وژنو ٬ قبضو ٬ قلنګ اغستو ٬ د جوارۍ اډو جوړولو ٬ تاوان لپاره د خلقو تښتولو او نورو پېښو كښ?? ككړ دي۔ هغوي د اولسي ټېكسونو په پېسه پارلېمنټ كښ?? ناست دي۔ په دې موقع خپلو خبرو كښ?? وفاقي وزير شبلي فراز ووئيل پيپلز پارټۍ اول??ي مفاد ته زيان رسولے۔ ده ووئيل مونږ به هېواد مخ په وړاندې بوځو۔ ده ووئيل مخالفين د خپل ذات سياست كوي دوي د ادارو مستحكمولو په ځائې ذاتي ګېنګز ته وده وركوي۔ زمونږ مقصد اولس حقائقو څخه خبرول دي۔ ده ووئېل سندھ حکومت د جے آئی ټی رپورټس نه رامخې ته