اسلام آباد 17 جون (اے پي پي) خا??جه وزارت د نوي وخت تقاضو سره سمولو او د قومي بيانيې ترويج لپ??ره د خا??جه وزير شاه محمود قريشي په مشرې كښې د شورو په ورځ خا??جه وزارت كښې د پبلك ډپلومېسي په اړه مهمه غونډه وشوه. په غونډه كښې د تعليم وفاقي وزير شفقت محمود، پخواني سېنېټر جاوېد ج??ار، عمران اختر، اېمبېسډر ضمير اكرم، اېمبېسډر تسنيم اسلم، اېمبېسډر شاهد كمال، شهزاده عالم، سلينه او د پبلك ډپلومېسي مشاورتي ډلې نورو غړو ګډون وكړو. غونډې ته په خپله وېنا كښې خا??جه وزير شاه محمود قريشي ووئيل نن ډېجيټل مېډيا په انساني ژوند كښې ډېر اهميت اختيار كړے او په داسې وخت كښې د پبلك ډپلوميسي اهميت لا زيات شوے.