اسلام آباد 22 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان سپارښتنه كړې چې د حفاظتي تدبيرونو اختيارولو په حقله دې موثره اولسي خبرتيا لپاره كمپائن باوري كړ?? شي۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان تر مخه دا سپارښتنه وزيراعظم د شورو په ورځ د اطلاعات او خپرونو خاص مرستيالې ډاکټر فردوس عاشق اعوان سره ملاقات كښې كړې?? ډاکټر فردوس عاشق اعوان په دې مهال د اطلاعات او خپرونو وزارت لخوا د كرونا وائرس پحقله د اولس خبرولو لپاره د كمپائن په خاص توګه په روژه كښې د حفاظتي تدبيرونو خپلولو په حقله د اولس ترغيب له د مرتب كړې لائحې په اړه وزيراعظم له بريفنګ وركړو۔ دې وزيراعظم ته ووئيل د روژې مياشت كښې به د پي ټي وي لخوا نېغ په نېغه تراويح خپرول?? شي دغسې چې اولس په كور كښې عبادتونه وكړ?? شي?? ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل علماﺀ كرامو سره د شوې ٢٠ نكاتي اېجنډې تشهير له مناسب انتظام باوري كوٶ دغسې چې مونځ كوٶنكي په جوماتونو كښې خپله حفاظتي تدبيرونه اختيار كړي٬ په دې مهال د کرونا وائرس په تناظر كښې د ميډيا ورکرز تحفظ باوري كولو په حقله په اقداماتو هم خبرې وشوې?? ډاكټر فردوس عاشق اعوان د کرونا هسپتالونو او آئسولېشن مركزونو كورېج كوٶنكو ميډيا وركرز له د حفاظتي كټس او د حفاظتي لباس وركولو د چارو نه هم ويزراعظم خبر كړو۔ وزيراعظم سپارښتنه وكړه چې د حفاظتي تدبيرونو اختيارولو په اړه موثره اولسي خبرتيا لپاره كمپائن باوري كړئ۔