دوحه 29 فروری (اے پي پي) پاكستان د امريكې او طالبان?? ترمېنځه د تاريخي امن تړون هركلې كړے او وئيلې ئې دي چې د امن تړون د افغانستان پشمول ټولې منطقې لپاره ډېر مهم دے. د خارجه دفتر وياند له مخې خارجه وزير شاه محمود قريشي د قطر نائب وزيراعظم او خارجه وزير په بلنه د خالي په ورځ په دوحه كښې د امن تړون په دستوره ٍښې د پاكستان استازيتوب وكړو. د دستورې ن?? پس مېډيا سره په خبرو كښې خارجه وزير شاه محمود قريشي د امن تړون هركلې وكړو او وې وئيل چې ن?? يوه مهمه ورځ ده او يو مهم تړون لاسليك شو چې ورسره به د افغانان?? ترمېنځه د خبرو لار هواره ??ي. زه خوشحاله يم چې ن?? زه دلته د پاكستان نمائندګي كوم، د لوي څښتن مننه ده چې د پاكستان په اخلاص سره كړې هڅې كاميابې ثابتې شوې. ده ووئيل چې د امن تړون په افغانستان كښې د امن او تفاهم د عمل بنيادي مقصد ترلاسه كولو د پرمختګ په اړه مهم قدم دے. ده ووئيل چې نړيوالې ټولنې ته به د افغانستان بيا رغونې او د افغان كډوالو په عزت سره ??تنولو لپاره كردار ترسره كول وي. خارجه وزير ووئيل چې پاكستان به په افغانستان كښې پائيدار ا من ، استحكام او پرمختګ لپاره ?? افغان وروڼو د هڅو ملاتړ روان ساتي. دې دستورې د پاكستان هغه دريځ رښتيا ثابت كړو چې افغان شخړه كوم پوځي حل نه لري. خارجه وزير ووئيل چې پاكستان خپله ذمه واري ترسره كړه او اوس د بل پړاٶ ذمه واري په افغانانو راځي. دوي ته به په ګډه د خپل سباٶن پر??كړ?? كول وي. ده ووئيل چې مونږ په افغانستان كښې امن غواړو.