اسلام آباد 07 اکتوبر (اے پی پی) اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي علماء او آئمه کرام دې د سينې كېنسر په اړه په اولسي كچه د شعور بېدارولو په لړ كښ?? خپلې سماجي ذمه وارۍ ترسره كړي۔ هېواد كښ?? يو كروړ څخه د زياتو مېرمنو د سينې كېنسر سره مخ كېدو خطره ده۔ ماش??م ته د مور پۍ وركولو سره د سينې د كېنسر امكان كمېږي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ ايوان صدر كښ?? د سينې كېنسر سره اړوندې يوې دستورې ته خطاب كښ?? وكړه۔ ده ووئيل وزيراعظم عمران خان د سرطان رنځ په اړه شعور بېدارولو څخه ښه خبر دے۔ ده د شوكت خانم روغتون جوړولو له هڅې كړې۔ وزیراعظم عمران خان اقتدار كښ?? راتللو سره خ??له اولنې وېنا كښ?? هم مېرمنو او كوچنيانو لپاره د خوراك كمي مسئله به ډاګه كړه۔ اولس مشر ووئيل د پاكستان په ډول هېوادونو كښ?? ودانۍ كښ?? زياتوالې هم لويه مسئله ده۔ پاكستان كښ?? د ودانۍ زياتوالي په اړه خبره نه كېږي حال دا دے چې په اړه هم شعور بېدارولو ته اړتيا ده۔ ده ووئيل پاكستان كښ?? يو كروړ څخه د زياتو مېرمنو د سينې كېنسر سره د مخ كېدو خطره ده۔ ماش??م ته د مور پۍ وركولو سره د سينې د كېنسر امكان كمېږي۔ ده په مېرمنو زور راوړو چې هره يوه مور دې خپله معائنه پخپله وكړي۔ كه د غوټې كوم شك وينو د سينې اېكسرے دې وكړي۔ اولس مشر ووئيل د كوم يو كس ژوند بچ كولو سره د بخښنې لاره پرانستلې كېږي۔ ده ووئيل په ټي وي د سحر پروګرامونو كښ?? په خاص توګه د اكتوبر مياشت كښ?? د سينې د كېنسر په اړه شعور بېدارول پكار دي۔ ميډيا بايد سماجي مسئلو له وخت مخصوص كړي۔ ده ووئيل جوماتونه دې هم د سماجي مسئلو حل كولو مركز جوړ كړې ??ي۔ علماء او آئمه کرام دې د پولیو صحت او آبادۍ په ډول مسئلو په اړه شعور بېدارولو كښ?? خپل كردار ترسره كړي۔په دې لړ كښ?? مو اسلامي نظرياتي كونسل ته هم خط ليكلې دې۔ اولس مشر ووئيل نوې پاكستان جوړولو له به مونږ له په خ??ل زړه كښ?? دړد راپېدا كول وي۔ په نوې پاكستان كښ?? خلقو ته د روغتيا آسانۍ بايد وركړې ??ي۔ حکومت په دې لړ كښ?? احساس پروګرام پېل كړې ۔ د سر پټولو ځايونه ئې جوړ كړې او لنګرخانې ئې پېل كړې۔ ده ووئېل اسلام كښ?? ګاونډيانو سره د ښه سلوك كولو تلقين شوې۔ ده ووئيل د مدينې رياست جوړولو ذمه واري يوازې د وزيراعظم نه ده دې لپاره به مونږ ټولو له اجتماعي كردار ترسره كول وي۔ د مدينې رياست كښ?? ټول پام د اولس خېر ښېګړې ته ؤ۔ ده ووئيل قرآن كريم كښ?? هم كوچنيانو ته تر دوو كالو د پيو وركولو تلقين شوې۔ ولې چې لوئے څښتن د مور په پيو كښ?? د غذائيت خزانه اېښودې ده۔ ده ووئيل جاپانی کمپنی موری ناګا پاکستان كښ?? د پيو څانګه كښ?? لويه سرمايه كاري كوؤنكې كمپني ده۔ د کمپنۍ عهدېدارو سره ملاقات كښ?? دوئي سره د مور د صحت او د ماشوم د غذائيت په اړه په شعور بېدارولو خبره شوې ۔ اولس مشر ووئيل د پاكستان او سري لنكا ترمينځھ د آخري كركټ مېچ په مهال به د سينې كېنسر په اړه شعور بېدارولو له ګامونه پورته كولې ??ي۔ په دې م??ال اولنۍ مېرمنې بېګم ثمينه عارف علوي خپل خطاب كښ?? د سينې كېنسر څخه د بچ كېدو او په دې لړ خبرتيا سره په اړوندو ګامونو رڼا واچوله۔ د دستورې په مهال د شوكت خانم عهدېدارانو د سينې كېنسر په اړه پریذېنټېشن وركړو۔ دستوره كښ?? د وزيراعظم خصوصي مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان په شمول د پارلمان غړو ګډون كولو