اسلام آباد 04 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم عمر??ن خان وئيلي دي د پاکستان سټيل ملز بحالۍ ته حکومت اول پام لرنه كوي ٬ د تېرو څو كالو راهسې دا اداره نظر انداز كېدله چې په سوب ئې دا اداره په قامي خزانه بوج شوې٬ دا د تېرو حكومتونو قام سره د ناانصافۍ ښكاره ثبوت دے۔ دا خبرې د جمعې په ورځ وزيراعظم عمر??ن خان د پاکستان سټيل ملز بحالۍ په اړه د غونډې مشرۍ كولو په مهال كړې۔ په غونډه كښې د وزيراعظم د تجارت سلاحكار عبدالرزاق داٶد، د نجكارۍ وزير محمد ??يا سومرو، د پاكستان سټيل ملز بورډ آف ډائريکټرز عامر ممتاز او نورو غړٶ ګډون وكړو۔ وزيراعظم ووئيل اوسنې حكومت پاکستان سټيل مل?? ګټوره اداره جوړولو او بحالۍ لپاره هڅې كوي دغسې چې دا اداره په قامي خزانه د بوجه په ځائ يوه فعاله اداره شي او د هېواد په پرمختګ كښې خپل كردار ولوبولې شي۔ د غونډې په مهال د پاکستان سټيل ملز بحالۍ په هڅو خبرې وشوې او په دې لړ كښې په مختلف آپشنز غور وكړې شو۔ وزيراعظم ته ووئيل شول تر اوسه د چين او روسيې ځينې كمپنو د پاكستان سټيل ملز په بحالۍ كښې خوښي لرلې ده٬ په دې لړ كښې په ېې??ا بېلو تجويزونو غور روان