نيويارك 22 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان سره د اېمنسټي انټرنېشنل عمومي سېكتر كومي نائيډو ملاقات وكړو۔ د ملاقات په موقع وزيراعظم په م??بو???? جمو او كشمير كښې د وروستيو پېښو او د بشري حقونو څخه سرغړونې په نړيواله ك??ه په ډاګه كولو كښې د اېمنسټي انټرنېشنل د كردار ستائنه وكړه۔ د دې ځايه جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم عمران خان د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په غونډه ك??ې ګډون لپاره د امريكې دورې په مهال د اتوار په ورځ د اېمنسټي انټرنېشنل عمومي سېكتر سره ملاقات وكړو۔ په دې موقع وزيراعظم ووئيل چې په م??بو??ه كشمير كښې د بشري حقونو ډلو ته اولس ته رسنه نه شي وركولې۔ وزيراعظم په م??بو???? جمو او كشمير كښې د وروستيو پېښو او د بشري حقونو څخه سرغړونې په نړيواله ك??ه په ډاګه كولو كښې د اېمنسټي انټرنېشنل د كردار ستائنه وكړه او وې وئيل چې اېمنسټي انټرنېشنل په م??بو??ه سيمه ك??ې د بشري حقونو حقيقي صورتحال وړاندې كولو او د 7 اونيو د اوږد لاك ډاؤن سره مخ د كشميرې ابادې غږ اورولو لپاره مهم كردار ترسره ك??ې۔ د دوي په هڅو په نړيواله ټولنه ك??ې د كشميري اولس د كشالو په اړه خبرېدو كښې مرسته شوې۔ وزيراعظم د هند لخوا د پېلټ ګنز استعمال او د دې په كشمري ځوانانو د كېدونكي اثر په اړه د اېمنسټي راپور وستائيلو۔ په دې موقع خارجه وزير ووئيل چې د كشميري اولس د سول سوسائټې په وكالت كښې مرسته جاري ساتلو لپاره د د كشمير په اړه د ملګرو ملتونو دوه راپورونه قوي بنياد دے۔ د اېمنسټي انټرنېشل عمومي سېكتر كومي نائيډو وزيراعظم د كشمير خبرو ته پرېږدئ د اېمنسټي اېډوكېسي كار په اړه بريف كړو۔ ده وزيراعظم د ماحولياتي انصاف په اړه د اېمنسټي د كار نه هم خبر كړو او د ماحولياتي بدلونو د اړوند مسئلو په اړه ئې وزيراعظم ته په ګلوبل ساؤتهـ اېډوكېسي د غور كولو تجويز وركړو۔