اسلام آباد 16مئی (ا?? پی پی) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير علي امين ګنډا پور پلوامه او باره موله كښې د هند په رياستي ترهه ګرۍ كښې د 5 كشميريانو ځوانانو د شهادت سخته غندنه كړې٬ قابض هندي ځواكونه په روژه كښ?? هم تش لاسي كشميريانو مسلمانانو پھ وينه لوبې كوي۔هندي پوځ د اسرائيل غوندې پالېسي خپله كړی او د فلسطين غوندې شخړيز كشمير كښ?? هم هندي پوځ د كشميريانو د نسل كشۍ لړۍ روانه ساتي۔د زيارت په ورځ اي پېغام كښې ده ووئيل پھ كشمير كښې يوه ورځ داسې نه تېرېږي چې كشميريان په كښې قتل نه كړی شي۔ده ووئيل خفګان خبره دا ده چې هند د تېرو 70 كلونو د تاريخ څخه څه زده نه كړل او د دې غلط فهمۍ ښكار دې چې هغوي د انسانيت پھ ضد ظلمونو د مېرمنو سپكاوي غوندې شرم ناكه او ناوړه كاروونو څخه د كشمير د حق خود ??راديت تحريك غلې نه كړو۔ده ووئيل هند دې ځان ښه خبر كړي چې د شخړيز كشمير اولس د خود ??راديت حق ترلاسه كولو نه كم په بل څيز نه راځي كېږي۔ده ووئيل نن ټوله نړۍ دا ويني جې څنګه د كشمير لوستې ځوانان د خپل حق خود ??راديت لپاره هلې ځلې كوي او د خپلو ځانونو قربانۍ وركوي۔ده ووئيل د 8 لكه هندي پوځ په شته والي په درجنونوتورونو قانونونو او د پيلټ ټوپك په كارولو هم كشميري ځوانان د هند د ولقې نه د آزادۍ په لور روان دي۔ده ووئيل شخيړيز كشمير كښې د كرفيو او د برېښنا ليك بندولو باوجود ?? هندي ظلم داستانونه نړۍ ته ورمخې ته كېږي چې ورسره د كشميريانو تحريك ته د ټولې نړۍ بې حده اخلاقي مرسته ترلاسه كېږي۔ده ووئيل هغه ورځ لرې نه ده چې د نړۍ مهم هېوادونه او ادارې به ډېر زر خپل ذاتي٬معاشي او سياسي مفاداتو نه يو خوا د كشميريانو د حق خود ??راديت حق لپاره كوتلي ګامونه پورته كړي