اسلام آباد ۔ 21 اپریل (اے پی پی) وزی??اع??م عمران خان د ايران دوه ورځنۍ دورې په لړ كښې د اتوار په ورځ مشهد ته ورسېد۔ دلته شېبه ګړۍ له پاتې كېدو څخه وروستو به دې تهران ته روانېږي۔ د ايران اولس مشر وزي??اع??م عمران خان ته ددې دورې بلنه وركړې ده۔ دا د وزي??اع??م عمران خان د ايران اولنۍ سركاري دوره ده۔ په شهید هاشمی نژاد هوائي مېدان د خراسان رضوي صوبې ګورنر علي رضا رازم حسېني وزي??اع??م ته هركلې ووې۔ ايران كښې د پاكستان سفير رفعت مسعود او مشهد كښې د پاكستاني قونصل خانې اهلكار هم په دې مهال موجود وو۔ وزی??اع??م سره دې دوره كښې چې كوم وزيران٬ خا?? صلاكار او مرستيال تلي دي هغوي كښې د بشري حقونو وفاقي وزيره ډاكټر شیریں مزاری، د مېری ټائم افېئرز وزیر سید علی حېدرزېدی، تجارت لپاره د وزير اعظم صلاكار عبدالرزاق داؤد، د وزی??اع??م خا?? مرستيال سید زوالفقار عباس بخاری، روغتيا لپاره د وزي??اع??م خا?? مرستيال ډاكټر ظفراللہ مرزا او پټروليم لپاره د وزي??اع??م خا?? مرستيال ندیم بابر شامل دې