ملتان ۔16مارچ(اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي د عافيه صديقي معامله يوه حساسه معامله ده په دې اړه دې په سوشل ميډي?? بې بنسټه تبصرو څخه ډډه وكړې شي۔ ميډيا سره خبرو كښې ده ووئيل عافيه صديقي د پاكستان لور ده۔ پاكستان پخوا هم دې لپاره هڅې كړې دي۔ زما ددې كورنۍ سره رابطه ده او زه خوښي لرم او هڅې كوم چې مونږ دا پاكستان ته راولو۔ ولې ??له چې هم مونږ خبره مخ په وړاندې بوتلل غوښتلي دي امريكائي قانون خنډ جوړ شوې دې۔ ده ووئيل په دې اړه د ځانه خبرې كول مناسب نه دي۔ ده ووئيل زه عافيه صديقي او د د?? كورنۍ سره خواخوږي لرونك?? ته خواست كوم كه دوئي په ريښتيا د د?? كورنۍ ښه غواړي نو خاموشي دې اختيار كړي۔ بې وخته خبرونه وړاندې كول به ګټور نه وي