اسلام آباد 28 فروري (اے پي پي) د رېلوے وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئېلي دي كه په مونږ بريد كېږي نو د خپلې دفاع نه علاوه بله كومه لار نشته٬امن ضروري دے او مونږ امن غواړو٬كه هند په پا??ستان بريد وكړو نو په زړه پورې ځواب به وركولې شي٬د آټل بهاري واچپائي چې كوم سوچ ؤ هغه سوچ د نريندر مودي سوچ نه دے٬د مودي د پا??ېسو په وجه د هند مسلمانان او كشميريان غېر محفوظ شوي۔د پارليمان شريكې غونډې ته خپل خطاب كښې شېخ رشيد ووئيل ټول امن غواړي خو دا به كتل وي چې هند هم د امن خوښي لري او كه نه۔ده ووئيل د هند عزائم ښه نه دي٬هغه د سپر پا??ر جوړېدو سوچ لري٬هغوي په افغانستان كښې د شوي پیشرفت څخه خوشحاله نه دي۔ده ووئيل جهاد په مسلمانانو فرض دے او د جهاد څخه انكار كوونكې مسلمانان نه دي۔ده ووئيل د كشميريانو هلې ځلې د خپلواكۍ حق لپاره دي٬نن برهان الدين واني د كشميرانو ليډر شوې۔ده ووئيل پلوامه بريد كښې شهيد شوے عادل چرې پا??ستان ته نه دې راغلې هغه په سرينګر كښې زېږېدلې ؤ ۔ده ووئيل د 1971 نه پس هند چرې هم د پا??ستان د ف??ائي حدونو خلاف ورزي نه ده كړی٬د كارګل په جنګ كښې هم هند د پا??ستان د ف??ائي حدونو خلاف ورزي نه وه كړی۔ ده ووئېل په 26 فرورۍ د هغوي په 14 كښې 4 الوتكې پا??ستان ته راغلې وي٬زمونږ فضا??يه د هند ف??ا??يه څخه څو درجې قوي ده۔د پا??ستان جے اېف 17 ټهنډر الوتكې تكنيكي لحاظ سره په چين كښې د استعمالېدونكو جے اېف 17 تهنډر څخه ښې دي ځكه چې په دې كښې په فضاﺀ كښې د فيولنګ آسانې شته۔ده ووئيل هند چرې هم د ملګرو ملتونو قراردادونه نه دي منلې٬مسلمانان د جهاد خوښي لري او جهاد په مسلمانانو فرض دې۔ده وئيل دا مهال په هند كښې يو انتهاخوښې حكمران ناست دے د چا سياست چې د مسلمانانو څخه د كركې په بنياد جوړ دے