اسلام آباد 25 فروري (اے پي پي) د تعليم او وظيفائي چارو وفاقي وزير شفقت محمود د حکومت د هغه عزم پخلې كړے چې جديدې ټېكنالوجي كارولو سره به په راتلونكو څلورو كالو كښې د خواندګۍ شرح 70 فيصده ته ورسيږي ٬ موبائل ټېکنالوجي د دې هدف سر كولو كښې د خپل پراخه نېټ ورك له امله زيات كوټلې او د نتيجو وړ كردار لرې شي۔ وفاقي وزير دا خبرې د ګل په ورځ د اوپن یونیورسټۍ تر سېوري لاندې د ” ټېكنالوجۍ سره د علمي معيشت ??پا??ه اجتماعي عمل” په سرخط دوه ورځني نړيوال كنفرنس پرانستې دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ ده ووئېل د اوپن پوهنتون غوندې د فاصلاتې تعليمې نظام پوهان او ادارې به د موبائل سروسز د لارې د معياري موادو تيارۍ ??پا??ه راوړاندې شي۔ په كنفرنس كښې په لويه شمېره د تعليم پوهانو او غېر ملكي اس??ازو هم ګډون وكړو۔ د كنفرنس اهتمام اوپن يونيورسټۍ د قرشي پوهنتون ٬ يونيورسټي آف وېټرنري اېنډ اېنيمل سائنسز او يونيورسټي آف مېنجمنټ اېنډ ټېكنالوجۍ په مرسته كړې۔ د اوپن پوهنتون وائس چانسلر پروفیسر ډاکټر ضیاء الق??وم د وفاقي وزیر او غېر ملكي اس??ازون هركلي كولو سره د دوي له باور وركړو چې تعليمي هلو ځلو كښې د جديدې ټېكنالوجي د زيات اس??عمال د لارې د تعليم په اړه هدفونه ترلاسه كولو ??پا??ه به اوپن يونيورسټي هر ډول ممكنه مرسته كوي۔ په دې موقع وفاقي وزير شفقت محمود ووئيل تل پاتې كېدونكې پرمختيائي هدفونو (اېس ډي جيز) سر كولو ??پا??ه دې موبائل اېپس او د موادو تيارۍ او وده كښې د تعليم پوهان بشپړ كردار ولوبوي۔ ده ووئيل د تعليم مقاصدو ??پا??ه د موبائل ټېكنالوجۍ اس??عمال او د اولس سماجي او اقتصادي پر??خت?? كښې برخه اخستو ??پا??ه د مرستې وركولو خيال په وخت او جديد نقطه نظر دے۔ وفاقی وزیر پر??فې??ر ډاکټر ضیاء الق??وم ته د اے او يو د وائس چانسلر په ذمه وارو ترلاسه كولو مباركي وركولو سره هيله څرګنده كړه چې د دوي په مشرۍ كښې به پوهنتون د هېواد غوره تعليمي اداره جوړه شي۔ د اوټو ایوجنتھ چیئرمېن د ناروے مائر نوسټرم هم د كنفرنس پرانستې غونډې ته كليدي وېنا وكړه