اسلا?? آباد 11 فروری (اے پی پی)د پېټروليم ډويژن وفاقي وزير غلام سرور خان وئېلي دي د هېواد په معيشت او په مجموعي ملكي پیداوار كښې ت??ان مهم كردار لري٬حكومت د ت??ان په اړه د سرمايه كارۍ زياتولو او د وزيراعظم عمران خان په مش??ۍ كښې د نړيوالې سرمايه كارۍ لپاره هڅې كوي٬د اپ شور ډرلنګ په اړه به ډېر زر زيرې وركړې شي۔ده دا خبرې د ګل په ورځ د پاكستان پېټروليم نړيوال كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ده ووئيل د هېواد د آزادۍ نه پس د ګاز كوهيان موندلې شوي خو اوس هم د طلب او رسد ترمينځه فرق شته ۔پاكستان د ت??ان خپل ضرورت 80 فيصده د نړيوال ماركيټ نه ترلاسه كوي۔۔ده ووئيل زمونږ كلن ضرورت د 8 فيصده په حساب سره مخ په وړاندې زياتېږي٬حكومت د ت??ان بحران ختمول غواړي۔په دې لړ كښې انرجي ټاسك فورس هم جوړ كړی شوې۔ده ووئيل دا ټاسك فورس به يو جامع پلان وړاندې كوي٬تېل زمونږ د هېواد يوه مهمه زريعه ده خو سره د دې هم دا د ټولو څانګو طلب نه شي تر سره كولې