اسلام آباد 07 فروري (اے پي پي) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي د معیشت استحکام لپاره بهرنۍ سرمايه كاري په خاص توګه ټېكنالوجي ټرانسفر كول اهميت لري٬ په دې لړ كښ?? به سرمايه كارو له هر ډول ممكنه آسانۍ وركولې شي۔ وزيراعظم دا خبرې د زيارت په ورځ هېواد كښ?? د سرمايه كارۍ په اړه د غونډې مشرۍ كولو په مهال كړې۔ په غونډه كښ?? د خزانې وفاقي وزير اسد عمر ٫ د وزيراعظم د تجارت سلاحكار عبدالرزاق داؤد، نعیم الحق، افتخار دراني، د سرمايه كارۍ بورډ چئیرمېن هارون شریف، خارجه سېكتره تهمينه جنجوعه او نور لوړ پوري موجود وو۔ په غونډه كښ?? د پي ټي آئي حكومت په وړومبنو پنځو مياشتو كښ?? هېواد كښ?? شوې د نېغ په نېغه سرمايه كارۍ (فارن ډائرېكټ انوېسټمنټ) او نزدې سباٶن كښ?? د بېلا بېلو هېوادونو په خاص توګه د دوست هېوادونو لخوا د معيشت په څانګو كښ?? د لنډې ٬ مېنځنې ا?? اوږدې مودې د متوقع سرمايه كارۍ جاج واخستلې شو۔ د مركزي بانك د شمېرو له مخې د تحريك انصاف پنځو مياشتو حكومت كښ?? د يو اربه ډالرو نه زياته نېغ په نېغه سرمايه كاري شوې او د دې په مقابل كښ?? د تېر حكومت په هم دومره موده كښ?? دا يوازې 426 مېليونه وه۔ د تحريك انصاف په دور كښ?? دوه چنده زياته بهرنۍ سرمايه كاري د نړيوالې كاروباري ورورولۍ او حكومتونو د نوي پاكستان په حكومت او په پاليسو د باور څرګندونه ده ۔ په غونډه كښ?? د پاكستان د دوست هېوادونو ٬ چين ٬ سعودی عرب، متحدہ عرب امارات، قطر او د ماليزيا لخوا تر اوسه د شوې او په متوقع سرمايه كارۍ په اړه وزیراعظم ته بريفنګ وركړې شو۔ وزیرِ اعظم بريفنګ كښ?? د سرمايه كارۍ ودې لپاره د سرمايه كارۍ بورډ لخوا د اقداماتو نه خبر كړې شو۔ وزیراعظم ته ووئيل شول د سرمايه كارۍ بورډ د انډسټريل كوآپرېشن يونټ جوړ كړې شوې ٬ هاٶسنګ ٬ ټورازم، او بهر هېوادونو كښ?? مېشته پاكستانيانو ته په هېواد كښ?? دننه سرمايه كارۍ له د سهولت په توګه خاص يونټ جوړ كړې شوې او په ټولو وزارتونو كښ?? د سرمايه كارۍ چارو په اړه د دوهم سېكتر لېول چارواكو ته ذمه وارۍ د سپارلو تجويز لرو