اسلام آباد ۔ 16 جنوری (اے پی پی) د بهرنيو چارو وفاقي وزير شاہ محمود قریشی وئيلي دي پاكستان د سموګ او اوبو كمي په شمول د چاپېرچل يو شمېر چېلنجونو سره مخ دے ٬ مقابلې له به ئې سائنسي سفارت??ار?? فعاله او د نتيجې وړ جوړولې شي۔ دا خبره ده د شورؤ په ورځ خارجه وزارت ك??ې د سائنسي سفارتكارۍ غونډې ته خطاب كښې وكړه۔ په خارجه وزارت ك??ې د لوړې كچې بېن التنظيمي غونډه ك??ې د سائنسي سفارتكارۍ پېل شوې۔ ??ونډه ك??ې د روغتيا ٬ تعليم ٬ سائنس او ټېكنالوجي ٬ موسمياتي بدلون او فوډ سېكورټي څانګو سره اړوندو سينئر چارواكو ګډون وكړو۔ خارجه وزير د سائنسي سفارتكارۍ غونډه كښې ګډون كوؤنكو چارواك?? ته هركلې اووې۔ ??اه محمود قرېشي غونډه ته خطاب كښې ووئيل مونږ څه موده وړاندې د وزيراعظم عمران خان په سپارښتنه معا??ي سفارت??ار?? پېل كړې وه او نن د لوئې څښتن په فضل سائنسي سفارتكارۍ پلو روان يو۔ د بده مرغه دلته تعليمې څانګ?? ته ډېر كم پام كولې شي۔ ده ووئيل مونږ تر ټولو غوره كسان لرو۔ مونږ سره نوموړي سائنسمدار او تعليمي پوهان شته د كومو مرسته چې مونږ لپاره او دې هېواد لپاره ډېره ګټه وره ثابتېدې شي۔ ده ووئيل خارجه چارو لپاره اېډوائزري كونسل كښې مو پوهان شامل كړې دغسې چې د دوئي د تجربو څخه ګټه پورته كړې شي۔