چکوال ۔ 13 جنوری (اے پی پی)د پاكستان تحريك انصاف لارښود او د قومي اسمبلۍ غړي سردار ذوالفقار علي خان دلهه وئيلي دي چې د وزيراعظم عمران خان په م??رۍ كښې هېواد د پرمختګ په لاره روان دے۔ د پي ټي آئي حكومت جوړېدو سره چې په بهرنۍ نړۍ كښې د پاكستان په درناوي كښې كومه اضافه شوې تاريخ دا په زرينه ټكو كښې ليكلې ده۔ ده ووئيل د بده م??غه وزيراعظم چې كوم مهال د هېواد واګې په لاس واخستې پخواني حكومت د هېواد معيشت ديواليه كړې وو۔ ده د خپلې حلقې اېن اے64 څخه راغ??ې بېلو پ??او??و سره خبرې كولې۔ سردار ذوالفقار علی خان ووئيل هغه وخت لرې نه دې چې د لوئے څښتن په فضل به د بدلون آثار اولس په خپلو سترګو وويني۔ ده ووئيل اولس دې ??طمئن اوسي او تحريك اصناف چې اولس سره د ټاكنو كمپائن په مهال كومې وعدې ??ړې دي هغه به پالي او د ژوند په هره څانګه كښې به اولس ته زېرې وركړي