اسلام آباد 11 دسمبر (اے پي پي) د خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي چې د ملائېشيا او پاكستان ترمينځه اقتصادي او تجارتي اړيكې د ډاډ وړ دي كومې چې مخ په وړاندې بوتلل غواړو۔ده دا خبرې د ملائېشيا د اي كامرس د نامتو كمپنۍ سسكام برهد مشر داتو سري ليو آريانياكام ??ره د خبرو په مهال وكړې كوم چې د نهې په ورځ ده ??ره خارجه وزارت كښې ملاقات وكرو۔د خارجه وزارت وياند له مخې خارجه وزير ووئيل چې د اوسني ??كو??ت د اقداماتو په نتيجه كښې په پاكستان كښې د بهرنۍ سرمايه كارۍ رجحان په تندۍ ??ره مخ په زياتېدو دې٬ده ووئيل چې د ملائېشيا ګڼ شمېر كمپنۍ په پاكستان كښې په بېلا بېلو څانګو كښې د سرمايه كارۍ په نتيجه كښې ګټه پورته ??وي??د ملائېشيا د كمپنۍ مشر خارجه وزير د خپلې كمپنۍ د تفصيلاتو نه خبرولو ??ره ووئيل چې د ده كمپني اي كامرس او د سي سلوشنز بزنس ??ره تړون لري او په نړۍ كښې زمونږ د 20 كروړو نه زيات صارفين دي