اسلام آباد 18 نومبر (اے پي پي) وفاقي وزير علي امين خان ګنډاپور په مقبوضه كشمير كښې د هند لخوا د ??شد?? د ??وانو كارروائيو سخته غندنه كړې او وئيل?? ئې دي چې په مقبوضه كشمير كښې په بې ګناه كشميريان?? هره ورځ ظلم او ??شد?? كولې شي او كشميريان ماورائے عدالت قتلولې ش??۔ د اتوار په ورځ په خپل يو بيان كښې ده ووئيل چې په ظلم او بربريت كښې د هند پوځ دومره ړوند شوے چې يو خوا د دولس او ديارلس كلونو كشميري ماشومان په نښه كوي او بل خوا د مقبوضه كشمير مشران او مېرمنې هم د هندي ظلم او ??شد?? نه بچ نه د??۔ ده ووئيل چې كشميري مشران سيد علي ګېلاني او د آسيه اندرابي پشان مېرمنې د هندي حكومت د بې بنسټه تورونو له امله نظربند او ګرفتار ساتل شوي دي چې دغسې د كشميريانو د خپلواكې حق لپاره جائزې هڅې تر پښو لاندې كړې ش??۔ ده ووئيل چې د پاكستان حكومت او اولس به په ټولو نړيوالو فورمونو د كشميري وړوڼو ترجماني كوي او د دوي اخلاقي٬ سفارتي او سياسي ملاتړ به روان ساتي۔