لاهور 17 نومبر (اے پي پي) اولس مشر ډاكټر عارف علوي د اسلام اصل روح رامخې ته كولو په ضرورت ټينګار كولو سره وئيلي دي چې حكومت ناموس رسالت ته د تحفظ وركولو محافظ دے٬ حكومت د تحفظ ناموس رسالت﴿ص﴾ په قانون او په خاص توګه په 295C كښې د كوم ډول ترميم كولو هېڅ اراده نه لري٬ ځينې عناصر د تحفظ ناموس رسالت په نوم سركاري املاكو ته زيان رسوي او خلقو لپاره ستونزې پېدا كوي كومه چې د اسلام د امن پېغام او د سيرت النبي﴿ص﴾ سراسر نفي ده٬ حكومت به د ناموس رسالت او د سپك??وي د قوانينو د غلط استعمال په مخ نيوي كښې موثر كردار ترسره كو??و لپاره علماكرامو سره مشاورت كوي٬ علما دې حكومت سره په مرسته كښې دا خبره باوري كړي چې مقدس نظريات په هېواد كښې تنازعات پ??دا كولو او امن او امان ته زيان رسو??و لپاره نه شي استعمال كېدے٬ سېرت النبي ﴿ص﴾ او اسوه حسنه د خلقو د حقونو او د ټولنې د امن ضمانت وركوي۔ ده دا خبرې د علامه محمد ايوب صفدر په مشرې كښې د ټول پنجاب څخه د مختلف مكاتب فكر نمائندګي كوونكو علماكرامو سره د خبرو په مهال وكړې كومو چې د خالي په ورځ د لاهور په ګورنر هاؤس كښې ده سره ملاقات وكړو۔ په دې موقع د پنجاب ګورنر چوهدري محمد سرور هم موجود و۔ اولس مشر ووئيل چې په ټول هېواد كښې به د مدرسو او جوماتونو د رجسټرېشن عمل د ملكي قوانينو له مخې په سپېځلي ډول زر ترسره كړے شي۔ علامه ايوب صفدر د علماو د پل??وي لخوا باور وركړو چې علما كرام به پاكستان فلاحي رياست جوړولو او په هېواد كښې امن او امان باوري كو??و لپاره حكومت سره هر ډول ممكنه مرسته كوي۔ د پنجاب ګورنر په دې موقع ووئيل چې حكومت به د ناموس رسالت پوره تحفظ كوي۔ د اسرائي?? تسليم كولو په اړه په كوم تجويز غور نه كېږي۔ د پنجاب ګورنر ووئيل چې د مولانا سميع الحق شهادت حكومت او اولس لپاره د اندېښنې وړ دے٬ حكومت به د دې پې??ې ذمه وار انجام ته رسوي۔ علماكرامو حكومت سره د بشپړه مرستې كولو اعلان وكړو۔