پېنډۍ ۔ 21 اکتوبر (اے پی پی) د راولپنډی چیمبر آف کامرس صدر ملک شاهد سلیم وئيلي دي د اوبو لويو ذخيرو نه جوړولو سره په سباؤن كښې پاكستان كښې د اوبو كمي مسئله رامخې ت?? كېدې شي۔ د اوبو ذخيرې جوړولو پلو بايد حكومت تر ټولو وړومبې پام وكړي۔ راولپنډی چېمبر آف کامرس د وزیراعظم عمران خان او چیف جسټس ثاقب نثا?? لخوا د ډېم فنډ جوړولو او د اوبو ساتنې له د خبرتيا مهم او هڅو ستائنه كوي۔ يو بيان كښې ده و??ئيل چېمبر آف كامرس په دې فنډ كښې بشپړه برخه اخستې ده۔ په دې لړ كښې د راولپنډی چېمبر آف كامرس پلاوي وزيراعظم سره ملاقات وكړو او ده ته ئې ډېم فنډ له ?? چېمب?? لخوا د 50 لكه روپو چېك وركړو?? وزیراعظم عمران خان بزنس کمېونټۍ ته باور وركړو چې په معاشي ستونزه به ډېر زر قابو ومومو۔ ده و??ئيل د تېر وخت ناوړه پالېسيو په سبب په اقتصادي مېدان كښې چېلنجونو سره مخ يو او لوئې لوئې قومي ادارې خساره كښې روانې دي۔ بلخوا هېواد په قرضونو كښې ګېر شوې دې۔ ده و??ئيل حكومت اېكسپورټ زياتولو او خساره كمولو له په يوه بشپړه حكمت عملۍ كار كوي