اسلام آباد 12 اکتوبر (اے پي پي) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي د فاټا د انضمام عمل پايې ته رسول او قبائيلي سيمې په اسانيو كښې د هېواد نورو سيمو سره سمول د حكومت وړومبۍ ترجيحه ده٬ حكومت قبائيلي سيمو كښې بلدياتي نظ??م زر تر زره نافذ كولو لپاره هڅې كوي۔ وزيراعظم دا خبرې فاټا سره د تعلق لرونكو سناتورانو پ??او?? سره كړې دي چ?? چې د جمعې په ورځ په وزيراعظم آفس كښې دوي سره ملاقات وكړو۔ د فاټا سناتورانو په پ??او?? كښې سید شبلي فراز، هدایت اللہ، هلال الرحمان، اورنګزېب، تاج محمد، سجاد حسېن، حاج?? مومن خان او مرزا محمد آپریدۍ شامل وو۔ د ملاقات په مهال د قبائيلي سيمو په مجموعي صو??تح??ل ٬ د فاټا انضمام ٬ په انتظامي چارو او په نورو مسئلو خبرې وشوې۔ وزیراعظم عمران خان ووئيل د فاټا د انضمام د عمل بشپړتيا او قبائيلي سيمو ته د نورو سيمو غوندې آسانۍ وركول د حكومت وړومبۍ ترجيحه ده۔ ده ووئيل چې قبائيلي سيمو كښې د بلدياتي نظ??م نفاذ سره به د اولس په صحيح معنو كښې اختيار مند جوړولو او د پرمختګ عمل باوري كولو كښې مرسته ترلاسه شي٬ حكومت قبائيلي سيمو كښې بلدياتي نظ??م زر تر زره نافذ كولو لپاره هڅې كوي