اسلام آباد ۔ 14ستمبر (اے پی پی) د سېنېټ چ??ئر??ېن محمد صادق سنجراني د جمهوريت نړ??والې ورځې په مهال خپل پېغام كښې وئيلي دي د جمهوريت نړ??واله ورځ د جمهوري اصولو تر مخه د حكومتې نظام تحفظ او ودې له زمونږ د لوظ پخلې كوي۔ ده ووئيل د دې ورځې نمانځلو مقصد دا دې چې مونږ د جمهوريت مضبوطيا له د روانو هلو حلو هركلې كوو ٬ د اولس حكومت د اولس لپاره او ?? اولس د لارې په فلسفه او نظام باور لرو۔ ده ووئ??ل په كال 2007ء كښې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ لخوا د منظور كړې شوي قرارداد په نتيجه كښې د ستمبر 15 مه نېټه د جمهوريت نړ??والې ورځې په توګه د لمانځلو پرېكړه شوې او كال 2008ﺀ څخه دا ورځ په ټوله نړۍ كښې لمانځلې شي۔ ده ووئيل د پاكستان د پارلمان د دواړو ايوانونو د ټاكنې عمل سږ كال پايې ته رسېدلې او يو جمهوري حكومت څخه بل جمهوري حكومت ته د اقتدار منتقل كېدو پړاؤ په غوره ډول ترسره شوې۔ ده ووئ??ل په هېواد كښې وده كونكې جمهوريت له اوس هم زياتو پړاؤنو څخه تېرېدل دي او وخت تېرېدو سره سره دا لاره لا اسانېږي۔ د سېنېټ چ??ئر??ېن په قامي او نړ??واله كچه ټولو اسټېك هولډرانو ته د جمهوريت نړ??والې ورځې په مهال مباركي وركړه