اسلام آباد 04 ستمبر (اے پي پي)د وزيراعظم د پارلماني چارو صلاحكار ډاكټر بابر اعوان خپلې چوكۍ څخه استعفي وركړې ده ۔د نهې په ورځ د ډاكټر بابر اعوان لخوا جاري شوي بيان كښې وئېلي شوي د وزيراعظم عمران خان اولس سره كړې لوظ پالولو سره زه د پارلماني چارو صلاحكار چوكۍ څخه استعفٰی ور??وم دغسې چې د نېب ريفرنس بې بنسټه تورونه غلط ث??بت كړې شم۔ډاكټر بابر اعوان ووئيل په ريفرنس كښې د تاخير تور لګولې شوې بيا هم د قانون پوهه په حېث خپلې چوكۍ سره پيوست پاتې كېدل مناسب نه ګڼم۔ډاكټر بابر اعوان ووئيل د خپل ځان نه د قانون د سرلوړۍ اغاز ??وم ولې چې زمونږ د قدر وړ صحابه كرامو هم دا طريقه وه۔ده ووئيل په عدالت به په ما د لګولې شوي تورونو دفاع كوم۔ډاكټر بابر اعوان ووئيل ما ته د خپلې دفاع كولو حق نه دې راكړې شوې او نه ??وم ډول پلټنو له رابللې شوې يم۔ده ووئيل په دې لړ كښې به ټولې قانون لارې خپلولې شي۔ډاكټر بابر اعوان خپله استعفٰی وزيراعظم ته لېږلې ده۔