اسلام آباد 11 جون ( اے پي پي) نګران وزيراعظم د قبائيلي سيمو ﴿فاټا﴾ اولس ته د تحفظ احساس وركولو لپاره د انضمام عمل ګړندې كولو هدايت كړے او د فاټا انضمام په ا??ه د خنډونو خاتمې او دا عمل په ښه ډول ترسره كولو لپاره د قانون او انصاف وفاقي وزير په مشرې كښې كمېټي جوړه كړې شوې۔ د دې خبرې پرېك??ه د ګل په ورځ د نګران وزيراعظم جسټس ﴿ر﴾ ناصرالملك په مشرې كښې د فاټا اصلاحاتو د عملي كېدو په ا??ه د جاج اخستنې غونډې په مهال وشوه۔ غونډه د وزيراعظم په دفتر كښې پېل شوه۔ په غونډه كښې د قانون وفاقي وزير بېرسټر سيد علي ظفر٬ د وزيراعظم سې??تر٬ د سې??ران سې??تر٬ د خزانې او منصوبه بندې ډويژن سې??تران٬ د خېبر پښتونخوا چيف سې??تر ٬ د فاټا اے سي اېس او نورو اعلٰي چارواكو ګډون وك??و۔ د خېبر پښتونخوا چيف سې??تر محمد اعظم خان د فاټا اصلاحاتو عملي كېدو په اړه غونډې ته تفصيلي بريفنګ وركړو۔ ده ووئيل چې اېجنسې او فرنټيئر ريجنز د خېبر پښتونخوا په ضلعو او سب ډويژنز كښې بدلې كړې شوې٬ د پوليټېكل اېجنټ او اسسټنټ پوليټيكل چوكې بدلولو سره دوهم كمشنران او اسسټنټ كمشنران جوړ كړې شوي دي٬ د ټولو ټېكسونو٬ لېوي او راهدارې لړې بند كړې شوې۔ غونډې ته ووئيل شول چې په قبائيلي ضلعو عدليه٬ پوليس٬ استغاثه او د جېل سروس پېل كولو لپاره د پلان مسوده تياره كړې شوې۔ په غونډې كښ?? د ??ورډ آف ريونيو غړي هم د ټېكس استثٰي او مالياتي ترغيباتو په اړه ګډون كوونكو ته بريفنګ وركړو۔ د خزانې سې??تر هم ګډون كوونكو د انضمام عمل په ښه ډول ترسره كولو او د سيمې پرمختګ لپاره د مالي وسيلو بېلولو په لړ كښې بريفنګ وركړو۔ وزيراعظم ناصرالملك ووئيل چې قبائيلي سيمو خېبر پښتونخوا سره تړل يو تاريخي پرمختګ دے او د دې به د فاټا د اولس په ژوند ډېر مثبت آغېز وشي او دا سيمې به د پرمختګ په زغل كښې شاملې شي۔ وزيراعظم په دې لړ كښې د ټولو ضروري انتظامي٬ قانوني او مالياتي ستونزو په حل كولو ټينګار وك??و۔ په غونډه كښې د فاټا انضمام په ا??ه د خنډونو خاتمې او دا عمل په ښه ډول ترسره كولو لپاره د قانون او انصاف وفاقي وزير په مشرې كښې كمېټي جوړه كړې شوه۔ په كمېټې كښې به د خېبر پښتونخوا چيف سې??تر محمد اعظم خان٬ د خېبر پښتونخوا اېډوكېټ جنرل٬ د خېبر پښتونخوا داخله سې??تر٬ د فاټا اے سي اېس او د خزانې٬ رېوينو او د منصوبه بندې ډويژن استازي شامل وي۔ كمېټې ته زر تر زره د خپل كار ترسره كولو هدايت وك??ے شو۔ وزيراعظم په دې خبره ټينګار وك??و چې په خېبر پښتونخوا كښې د فاټا د انضمام عمل دې زر ترسره كړے شي چې دغسې د پخوانې فاټا اولس ته د تحفظ احساس وركړے شي۔