پېښور 20 اپرېل (اے پي پي) د پاكستان ستر قاضي جس??س ثاقب نثار وئيلي دي چې په اېډهاك ازم چېلېدونكي قومونه پر??ختګ نه شي كولې بلكې قومونه د علم٬ عدالتي نظام او د لېډرشپ په نتيجه كښې جو??ېږي او پر??ختګ كوي۔ ده دا خبرې د جمعې په ورځ په جو??يشل كمپلېكس چارسده كښې د وېنا كولو په مهال وكړې۔ ده ووئيل چې د انصاف په وركړه كښې د كوتاهې او د اوږدوالې مونږ ټول ذمه وار يو خو اوس د ادارو لخوا د ډيليور كولو وخت راغلې۔ ده ووئيل چې په انصاف كښې د تاخيز بنيادي وجه د قانون نه جو??ېدل دي٬ د دې له امله نن هم په عدالتونو كښې 18 كلن پخواني كېسونه تر التوا لاندې دي۔ ده ووئيل چې په دې لړ كښې به بار او بنچ ته خپل كردار ترسره كول وي۔ ده ووئيل چې ادارې د ودانيو په نتيجه كښې به بلكې په شخصياتو جو??ېږي٬ كه په چارسده كښې د بشري حقونو كومه مسئله وي يو هم دلته به كيناستو سره عدالت لګوو۔ ده ووئيل چې كه عدلي?? ډيليور نه كړي نو نظام به سم نه شي۔