اسلام آباد 11 اپریل (اے پی پی) خارجه وزير خواجه محمد آصف وئيلي دي 2013ء نه تر اوسه سعودی عربستان كښې بيلو جرمونو كښې 66 پاکستانیان په سولۍ كړې شوي، 1337 پاکستانیان په ریاض او 1580 د جدې په زندانونو كښې بنديوان پراته دي، د پاکستان سفارت او ق??نص??ېټس د سعودی زندانونو كښې ټولو بنديوانو له تر ق??نص??ر كچې رسنه وركوي۔ د شورو په ورځ سېن??ټ كښې د سناتورانو ثمینه سعید، عتیق شی?? او اعظم سواتی د پوښتنو په ځواب ده ووئيل 2013ء كښې 10، په 2014ء كښې 13، په 2015ء كښې 14، په 2016ء كښې 7، په 2017ء كښې 14 او په 2018ء كښې 8 پاکستانیان د نشه ائي توكو په جرمونو ، عصمت دری او قتل جرمونو كښې په سولۍ كړې شوي۔ ده ووئيل سعودی كښې د پاکستان سفارت او ق??نص??ېټس د سعودی زندانونو كښې ټولو بنديوانو له تر ق??نص??ر كچې رسنه وركوي۔ د ځائې قواعدو او ضوابطو له مخې يواځې د سعودی وکيلانو له په ځائې عدالتونو كښې د وړاندې كيدو اجازه ده