لاهور۔11 مارچ(اے پی پی ) د تجارت وفاقي وزير او د پاك??تا?? مسلم ليګ (ن) لاهور صدر محمد پروېز ملك وئيلي دي چې د حكومت د زياتې خوارۍ په سوب د توان په ستونزه قابو موندلې شوې۔ لوډشېډنګ اوس پخوانۍ قيصه جوړه شوې۔ پخوانو حكمرانو د برېښنا منصوبو له زباني جمع خرچ كړې او ددوئي د مجرمانه غفلت په سوب لوډشېډنګ ډېر زيات شوې وو۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده خپل دفتر كښې عهدېدارو او كارمندانو ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل په كال 2013 ﺀ كښې چې مو كله اقتدار ترلاسه كړو نو اولس د 20 ٬ 20 ساعتونو لوډشېډنګ عذاب سره مخ وو۔ موجودہ حکومت د توان منصوبې په ريكارډ ??وده كښې ترسره كړي او د پاك??تا?? په 70 كلن تاريخ كښې ئې نوې مثال جوړ كړې او په دې منصوبو كښې د اربونو روپو قامي وسائل بچ كړې شوي دي۔ ده ووئيل د كال 2018 په ټاكنو كښې به د دروغو ٬ منافقت او تورونو لګولو سياست ختم شي۔ ده وئيل د ن لیګ د پرمختيائي كارونو څخه د وېرېدونكو مخالفينو اتح??د جوړېږي او ماتېږي۔ د هېواد سياست نواز شريف څخه تاويږي۔ دده په سوب د
يو بل مخ ته نه كتونكي يوځائې ناستې ته مجبور دي۔ عمران خان د څلورو كلونو څخه ژاړي او هم دغسې به ژاړي۔ ??زر?? چې څومره څومره مخ په وړاندې ځي دده ژړا به زياتېږي۔