اسلام آباد ۔ 12 فروری (اے پی پی) سېنېټ د نوموړې قانون پوهې عاصم?? جهانګير په مړينه د غمرازۍ قرارداد منظور كړے۔ د ګل په ورځ د سېنېټ غونډه كښې د حكومتي ډلې مشر راجه ظفر الحق په دې لړ كښې قرارداد وړاندې كړو۔ قرارداد كښې ووئيلې شو دا يوان د نوموړې قانون پوهې او ?? بشري حقونو لپاره غږ پورته كونكې عاصم?? جهانګير په مړينه د غم دړد او افسوس څرګندونه كوي۔ هغه د جنورۍ په 27 نېټه كال 1952ﺀ كښې پېدا شوې وه۔ هغې اعلی زده كړې سوئټزرلېنډ٬ كانادا او امريكا څخه ترلاسه كړې وې۔ عاصم?? جهانګير ?? بشري حقونو بېرغ پورته كونكې ٬ د مېرمنو او كوچنيانو حقونو له ډېر كار كړې۔ په كال 1987ﺀ كښې هغې ?? بشري حقونو كمېشن جوړ كړے ؤ۔ تر كال 1993ﺀ دا دغه كمېشن عمومي سېكتره پاتې شوه۔ دې څخه وروستو دا د كمېشن چيئرپرسن غوره كړې شوه۔ د وكيلانو په تحريك كښې برخه اخستو څخه وروستو هغه د س??ري?? كورټ بار اېسوسي اېشن اولنۍ مېرمن صدر وټاكلې شوه۔ بشري حقونو لپاره هغه د سوئيلي آسيا چيئرپرسن او بشري حقونو لپاره د نړيوال فېډرېش دوهمه مشره هم پاتې شوې۔ كال 2004ء څخه تر 2010ء عاصم?? جهانګير مذهبي آزادۍ لپاره د ملګرو ملتونو د خاص استازې په توګه هم خذمات ترسره كړي۔ هغې د هلال امتياز او ستاره امتياز په شمول بې?? قامي او نړيوال ايوارډز ترلاسه كړي۔ عاصم?? جهانګير دوه كتابونه ليكلي۔ هغه يوه زړه وره مېرمن وه۔ هغې مېرمنو ته د خپلو حقونو ترلاسه كولو لپاره د اودرېدو حوصله وركړې۔ د هغې خذمات به ټول عمري ياد ساتلې شي۔ لوئے څښتن دې ارواښادې له د خپل رحم په پلو كښې ځائې او غمجنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔ دغسې ايوان په يوه خله د قرارداد منظوري وركړه