اسلام آباد 26 جنوری (اے پی پی) د انډونیزيا اولس جوکو ودودو د پاکستان په دوه ورځنۍ سرکاری دوره د جمعې پھ ورځ وفاقی پايه تخت اسلام آباد ته رارسيدلې دے٬ وړومبۍ ميرمن مادام ایریانا ودودو هم ده سره ده ٬او??س مشر ممنون حسېن او وړومبۍ ميرمن بیګم محمودہ ممنون حسېن په نور خان هوائي ميدان د دوي هركلې وكړو۔ وفاقی وزيران ، پارلماني غړي او اعلیٰ چارواكي هم پھ دې موقع موجود وو۔ د انډونیزيا او??س مشر ته پھ راتګ سلامی وكړې شوه۔ او??س مشر جوکو ودودو به د پارلمان شريكې غونډې ته خطاب كوي۔ وزيران او تجارتی پلاوې هم ده سره دي۔ د ده د پاکستان دا وړمبۍ دوره ده۔ او??س مشر ممنون حسېن به د انډونیزيا او??س مشر په اعزاز كښې ميلم??تي?? هم كوي دغسې ےهغه به وزیراعظم شاهد خاقان عباسی سره ملاقات هم كوي۔ پاکستان او انډونیزيا خپلو كښې نزدې او تاریخی اړيكې لر??۔ انډونیزيا د پاکستان 8م لوئ او د آسیاﺀ سيمې تر ټولو لوئ تجارتی پارټنر دے۔ د دواړه هېوادونو ترمينځه تجارتی حجم د ??ال 2.1 اربه ډالره دے۔ د او??س مشر جوکو ودودو دورې سره به د پاکستان او انډونیزيا ترمينځه موجودہ اړيكې لا مستحکم شي۔