اسلام آباد ۔ 26 دسمبر(اے پی پی) پاکستان، چین او افغانستان يو بل سره ګټورې مرستې ته پراختيا وركولو ٬ اړيكې لا ښه كولو ، د ’’ يوې پټۍ يوې سترې لارې‘‘ ترسېوري لاندې مواصلاتي رابطې ته وده وركولو او د كوم فرق نه لرې د هر ډ??ل ترهګرۍ مق??بل?? كولو له د خپل لوظي پخلي كولو سره سياسي تفاهم ٬ پرمختيائي مرستې او رابطې ٬ امنيتي مرستې او د ترهګرۍ مخنيوي او درې اړخيزه مرستې له په ګډه كار كولو ته سلا شوي۔ دا سلا د خارجه وزير خواجه مح??د آصف ٬ د چين خارجه وزير وانګ ژي او د افغانستان خارجه وزير صلاح الدين رباني ترمينځھ د پاك چين او افغانستان خارجه وزيرانو په ډائيلاګ كښ?? راغله كوم چې د نهې په ورځ بيجنګ كښ?? وشو۔ د خارجه دفتر لخوا جاري شوې اعلاميه ترمخه افغانستان او پاكستان چين ته د 19 م نېشنل کانګرېس آف کمیونسټ پارټی كاميابۍ سره پايې ته په رسېدو م??اركي وركړه او انسانيت لپاره شريك سباؤن سره د ورورولۍ تشكيل لپاره د چينائي اولس مشر شي جن پنګ تجويز كړي ګام بشپړ ملاتړ وكړو۔ ددرې واړو اړخونو لخوا د دې امر پخلې وشو چې افغانستان كښ?? تشدد ختمولو له تر ټولو مناسب حل هغه دے كوم چې په پراخا بنيادونو اډانه كوؤنكي وي او د امن او مفاهمت هغه ګڼ اړخيزه عمل كوم چې د افغان مشرتابه او اولس د خوښې ترمخه وي او ورته بشپړه سيمه ايز او نړيوال ملاټر ترلاسه وي۔ په دې لړ كښ?? دوئي په افغان طالبانو زور راوړو چې دوئي زر تر زره په امن عمل كښ?? شامل شي۔ درې واړو اړخونو د شريكې خوښې په څانګو كښ?? د اقتصادي پرمختيائي مرستې په جاري ساتلو اتفاق كولو سره اولسي رابطې لا مضبوطو جوړولو كښ?? خپله خوښي ښكاره كړې۔ د اعلاميې ترمخه درې واړو اړخونو د ترهګرۍ لعنت ختمولو له د خپل عزم پخلې وكړو۔ دوئي كوم هېواد ٬ تنظيم يا فرد ته د كوم بل هېواد په ضد د ترهګرۍ كاروايو له د خپلې مزكې كارولو اجازې نه وركولو له د خپل كلك لوظ څرګندونه هم وكړه۔درې واړه اړخونه د ټولو ترهګر تنظيمونو او ترهګرو د كوم فرق نه لرې نوغې ويستلو له د ترهګرۍ مخنيوي له د مرستې لا قوي كولو ته هم سلا شول۔ درې واړه اړخونه به د ترهګرۍ مخنيوي له د مفاهمت يادښت په وضعه كولو هم مشاورت كوي۔ د افغانستان او پاكستان لخوا د خارجه وزيرانو ډائيلاګ په كولو او د چين په درنه مېلمستيا كولو د چين مننه وكړې شوه۔ درې واړه اړخونو دې ته سلا شول چې د پاك چين او افغانستان خارجه وزيرانو ترمينځھ دويم ډائيلاګ به په كال 2018ﺀ كښ?? كابل كښ?? كېږي۔