اسلام آباد 13 دسمبر (اے پي پي)اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي د سي پېك روډ نېټ ورك به زر تر زره بشپړ كړې شي او دې سره به د نړۍ بېلا بېلې سيمې يو بل س??ه وتړلې شي ٬ ګودار بندر ځائ به سباٶن كښې د منطقې په پرمختګ ا?? سوكالۍ كښې مهم كردار تر سره كړي۔ اولس مشر دا خبرې د پاك چائنا جوائنټ چېمبر آف كامرس پلاوي سره په خبرو كښې وكړې ۔ اولس مشر ووئيل د چين دوستانو سره ملاقات كول ما لپاره خوشحالۍ وي٬ دواړه هېوادونو رښتيني او خلوص لرونكي دوستان دي او د منطقې د پرمختګ ا?? سوكالۍ په لړ كښې يو ډول خيالات لري۔ ده ووئيل دواړوه هېوادونه په نورو مع??مل?? هم په نړيوالو فورمونو د يو بل بشپړه مرسته كوي۔ ده ووئيل پاك چين دوستي به تر پېړيو دوام دا??ه وي۔ اولس مشر ممنون حسېن پلاوې ته ووئېل پاكستان كښې د چين وګړو حفاظت لپاره خاص امنيتي ډويژن كار كوي۔ پلاوي په امنيتي انتظاماتو د اطمينان څرګندونه كولو سره د اولس مشر مننه وكړه ۔ پلاوي اولس مشر پاكستان كښې د چين د سرمايه كارو د تفصيلاتو نه خبر كړو او وئي وئيل سباٶن كښې به د دواړو هېوادونو ترمېنځه نورې منصوبې پېل كولې شي۔