اسلام آباد 30 اګست (اے پي پي) د وزيراعظم شاهد خاقان عباسي په مشرۍ كښې د قامي سلامتيا كم??ټۍ 13مه غونډه وشوه۔ په غونډه كښې د كورني او بهرني امنيتي صورتحال او په نړيوال او سيمه ايز تناظر كښې د رامخې ته شويو د قامي سلامتيا چېلنجونو او خطراتو ج??ج واخستل شو۔ د غونډې په مهال د ډونلډ ټرمپ د سوئېلي آسيا په اړه په پالېسۍ هم بحث وشو۔ په غونډه كښې د دفاع وزير خرم دستګير خان٬د خزانې وزير اسحاق ډار٬د ??ورنيو چارو وزير احسن اقبال٬خارجه وزير خواجه محمد آصف٬د جوائنټ چيفس آف سټاف كم??ټۍ چيئرمېن جنرال زبير محمود حيا٬سرلښكر قمر جاوېد باجوه٬د سمندري پوځ مشر اېډمرل محمد ذكاﺀ الله٬د ??اك فضائيه مشر ايئر چيف مارشل سهيل امان٬د ??امي سلامتيا صلاكار لېفټيننټ جنرال(ر)ناصر جنجوعه٬د آئي اېس آئي ډائرېكټر جنرل لېفټيننټ جنرل نويد مختار ??و سينئر سول او پوځي چارواكو ګډون وكړو۔ په غونډه كښې د كورني او بهرني امنيتي صورتحال او په نړيوال او سيمه ايز تناظر كښې د رامخې ته شويو د قامي سلامتيا چېلنجونو او خطراتو ج??ج واخستل شو۔ كم??ټۍ پريكړه وكړه چې د 5 نه تر 7 ستمبر 2017 په مهال د سفيرانو كنفرنس نتيجې يا سفارشات مرتب كولو لپاره به ذيلي كم??ټۍ جوړولې شي كومه به چې د نېشنل سېكورټي كم??ټۍ په راتلونكې غونډه كښې په خاص تجويزونو غور كوي۔ د آرمډ فورسز پرمختيائي پروژې جاج اخستلو سره كم??ټۍ پريكړه وكړه چې په رامخې ته شوي صورتحال كښې قامي سلامتيا باوري كولو لپاره يو موثره دفاعي تشخص ساتل پكار ??ي۔ دا په يوه اونۍ كښې د خپل نوعيت دوهمه غونډه وه۔ په غونډه كښې د افغانستان په اړه د امريكې د نوې پالېسۍ په نتيجه كښې په پیدا شوي صورتحال او پھ دې لړ كښې د پاكستان په حكمت عملۍ غور وكړے شو۔