کوئټه۔07 اکتوبر(اے پی پی) د مستونګ په دشت سيمه كښې د مسافر وېن او كوچ ترمينځھ د ټ??ر پېښې په نتيجه كښې 13 كسان مړه او 20 نور ژوبل شوي ??ي۔ د لېويز ترمخه د خالي په ورځ دشت څخه د 13 كلوميټر په مسافت د كوئټې څخه بولان ته د تلونكي مسافر بس او يو وېن ترمينځھ د ټ??ر پېښه رامخې ته شوه چې په نتيجه كښې ئې 13 تنه م??ه او 20 نور ژوبل شول۔ لېويز او پوليس اطلاع ترلاسه كېدو سره سمدسي د پېښې ځائې ته ورسېدل او مړي او ژوبل كسان ئې د كوئټې سول روغتون ته ورسول۔ په دې مهال اعلی وزير نواب ثناء اللہ خان زهری په پېښه د غم دړد او افسوس ??رګندونه وكړه۔ ده روغتيا صوبائي وزير او سېكتر ته هدايت وكړو چې په پېښه كښې ژوبل شويو ته غوره طبي اسانۍ وركول باوري كړي۔ ده ځپليو كورنيو سره هم خواخوږي ښكاره كړه۔