اسلام آباد 31 جنوري (اے پي پي) د كشميري اولس سره د يو والي څرګندونې او په مقبوضه كشمير كښې په بې ګناه كشميريانو د هندي عسكرو د ظلم غندنې له قامي كشمير كنفرنس(نن)د جمعې په ورځ درې بجې ايوان قائد فاطمه جناح پارك كښې كېږي۔د آزاد كشمير اولس مشر مسعود خان په مشرۍ كښې د دې كنفرنس خاص مېلمه به د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير علي امين ګنډا پور وي۔د كنفرنس اهتمام روزنامه پاكستان ٬ آبزرور د نظريه پاكستان كونسل اشتراك سره كړې۔كنفرنس ته به د كشمير د دواړو برخو او د پاكستان نومو??ي شخ??يا?? چې پكښې د آل پارټيز حريت كنفرنس لارښود سيد يوسف نسيم٬د پاكستان علماﺀ كونس?? چيئرمېن حافظ محمد طاهر محمود اشرفي٬د بشري حقونو فعاله غړي مشال ملك٬د مسلم كنفرنس سردار عفان علي خان ا و د بشري حقونو او د آزاد جمو كشمير كونسل ډاكټر سيد نذير ګېلاني خطاب كوي ٬ دغسې د آل پارټيز حريت كنفرنس چيئرمېن مير واعظ عمر فاروق به د سرينګر څخه نيغ ??ه نيغه په ??ېل??فوني تماس د خيالاتو څرګندونه كوي۔د كنفرنس مقصد د كشميريانو غږ پورته كول او د هندي جارحيت په ضد ??ه نړيواله كچه رائے عامه بېدارول دي۔