لنډی کوتل 23 دسمبر (اے پی پی) افغانستان دې خپله خاوره د پاکستان په ضد استعمال نه كړي او د هند د سازشونو څخه دې ډډه وكړي، پاکستان سيمه كښ?? امن غواړي او دواړه هېوادونه خپلو كښ?? نزدې خپلولي لري دې لپاره بايد دواړه هېوادونه خپلو كښ?? مثالي اړيكې جوړې كړي ، دغسې چې د پرمختګ او سوكالۍ يو نوې دور پيل شي۔ د دې خيالاتو څركندونه وفاقی وزیر پیر نورالحق قادری لنډي کوتل جرګه هال كښ?? د پریس کلب نوې ټاكلې شوي کابینې د سوګند پورته كولو دستورې ته وكړه۔ د خیبر ضلع لنډی کوتل تحصیل جرګه حال كښ?? د لنډي كوتل پریس کلب نوې ټاكلې شوي کابینې څخه وفاقی وزیر نورالحق قادری سوګند واخست۔ تفصیلاتو له مخې د لنډی کوتل جرګه هال كښ?? د لنډي كوتل پریس کلب د سوګند پورته كولو دستوره وشوه ، د كومې مشر ميلمه چې وفاقی وزیر پیر نورالحق قادری ؤ دغسې پھ نورو ميلمنو كښ?? د لنډي كوتل اسسټنټ کمشنر محمدعمران، د طورخم تحصیلدار شکیل برکی، د زخه خیل تحصیلدار غنچه ګل، د جمرود پریس کلب صدر اول شیر ??فر??دی،ملك دریا خان ??فر??دی ٬ ملك عبدالرزاق ??فر??دی پشمول سیاسی مشران او نورو ګډون وكړو۔ دستورې ته په خپل خطاب كښ?? وفاقی وزیر پیر نورالحق قادری ووئيل صحافت د ریاست څلورمه ستن ده ، ځكه چ?? خبريال په كومه سترګه ټولنې ته ګورې هغې سره د ټولنې اصلاح كېږي۔ ده ووئيل د خبريالانو ستونزې به حل كولې شي۔ ده ووئيل د خبريالانو څخه هم دا ??وقع لرو چې مثبت تنقید به كوي د كوم يو ګوند يا تن ملګرتيا به نه كوي بلکه هغه څه به رامخې ته كوي چې ورسره د سيمې ګټه وشي۔