اسلام آباد 18 دسمبر (اے پي پي)د برتانيې فضائي كمپنۍ د برټش اېئر وېز د 10 كاله تعطل نه پس پ?? راتلونكي كال جون كښې پاكستا?? لپاره د پروازونو ?? بحالۍ پرېكړه كړې ده۔ د دې خبرې اع??ان پاكستان كښې د برتانيې لنډمهاله هائي كمشنر رچرډ کراوډلر د وزيراعظم د تجارت سلاحكار عبدالرزاق داؤد او د سمندر پورې پاكستانيانو ??اص مرستيال ذوالفقار عباس بخاري سره د نهې په ورځ د خبري كنفرنس په مهال وكړو۔ رچرډ کراوډلر ووئيل برټس اېئروېز ب?? راتلونكې كال جون كښې پاكستا?? لپاره پروازونه بحال كړي او د هېتهرو اېئر پورټ څخه به په اوونۍ كښې درې پراوزونه وي۔ ده ووئيل برتانيه پاكستان سره خپلو اړيكو ته ډېر اهميت وركوي۔ ده ووئيل د پاکستان امنيتي وضعه ډېره ښه شوې ده او معيشت ئې د پرمختګ په لاره روان دې۔ ده ووئيل برتانيه پاكستان كښې درېم لوي سرمايه كار دے او دواړه هېوادونه خاص اړيكي لري۔ د وزیراعظم سلاحكار عبدالرزاق داؤد او خاص مرستيال ذوالفقار بخاري د برټش اېئروېز د پرېكړې هركلي كولو سره ووئيل د پروازونو ?? بحالۍ پرېكړه پاكستان كښې په تندۍ سره ښه كېدونكې كاروباري ماحول او د نړيوالې ورورولۍ او د خارجي سرمايه كارو په پاكستان د باور عكاس