اسلام آباد 17 نومبر (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير اسد عمر وئيلي دي چې حكومت د پاكس??ان سټيل ملز٬ پي آئي اے او د پاكس??ان رېلوے پشان د ستراتيژيكي اهميت لرونكو سركاري ادارو د نجكارې كوم پلان نه لري خو د غېر ستراتيژيكي اهميت ادارو نجكاري به كولې شي۔ د خالي په ورځ په يوه مركه كښې ده ووئيل چې پاكس??ان سټېل ملز په هغو پروژو كښې شامل دي كوم چې په هېواد كښې د خام اوسپنې او كوئلې په پر??خا موجودګې كښې ډېر ستراتېژيكي اهميت لري۔ ده ووئيل چې حكومت د پاكس??ان سټېل ملز انتظاميې ته ملز پوره صلاحيت سره د چلولو په غرض جامع پلان وړاندې كولو لپاره د 45 ورځو وخت وركړے۔ د تېر وخت دوه حكومتونو د پروژې فزېبلټي سټډي كړې وه٬ يوه سټډي د روسيې او بله د چين څخه شوې او دواړو پروژه د عمل وړ او ګټوره ګرځولې وه۔ د پي آئي اے په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې اسد عمر و??ئيل چې په دې وروستيو كښې حكومت د ائرلائن بزنس چلولو لپاره د 23 اربه روپو بېل آؤټ پېكج منظوري وركړې وه خو دا مستقل حل نه دے۔