اسلام آباد 09 نومبر (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي چې وفاقي حکومت به اېن اېف سي اېوارډ كښې فاټا له برخې وركولو كښې كښې خپل كردار ترسره كوي٬ د فاټا انضمام قبائيلي سيمو كښې د اولس ژوند بدولو او په ھغې كښې واضحه ښه والې راوستلو مقصد ترمخه شوې، فاټا انضمام په ضد د ناوړه مقصدونو په خاطر بې لارې كونكې قوتونه به پھ ګډه ناکامه كوو۔د دې خيالاتو څرګندونه ده جمعې په ورځ وزیراعظم آفس كښې د قبائلی سيمو په خېبرپښتونخوا كښې د ضم كولو نه پس پھ انتظامی او نورو چارو تر اوسه شوې پیش رفت جاج اخستلو له د اعلیٰ كچ غونډې پھ خپل خطاب کښې وكړه۔ په غونډه كښې د مذهبي چارو وفاقی وزیر نورالحق قادری، د خېبر پښتونخوا ګورنر شاہ فرمان ، وزیرِ اعلیٰ محمود خان، د وزیرِ اعظم صلاحكار شهزاد ارباب، فاټا سره تعلق لرونكي سناتورانو او پارلماني غړو او نورو افسرانو ګډون وكړو۔ په غونډه كښې وزیرِ اعظم له د فاټا انضمام نه پس په انتظامی او نورو چارو تر اوسه شوې پیش رفت په اړه تفصیلی بریفنګ وركړې ش??۔په غونډه كښې وئيلې ش??ل چې د وزیرِاعظم د هدایات په رڼا كښې تر اوسه د فاټا سیکټريټ ځينې محکمې خېبر پښتونخوا ته منتقل کړې ش??ي، په دغسې محکمو كښې تعلیم، زکوات ، عشر، سوشل ویلفیئر شامل دي ، د نورو محکمو په منتقل كولو هم كار روان دې۔ غونډه كښې وئيلې ش??ل چې ضم شوې سيمو تعمیر او پرمختګ له لس كلنې منصوبه بندۍ لپاره د خېبر پښتونخوا وزیرِ اعلیٰ په مشرۍ كښې خاص کمېټی جوړه كړې ش??ي۔ د ضم شويو سيمو تعمیر او پرمختګ له د اېن اېف سی درې فیصده بيلولو لپاره د وفاق سره مشاورت روان دې۔ غونډې ته وئيلې ش??ل چې د وزیرِاعظم قامی صحت پروګرام ترمخه د فاټا غریب اولس له د صحت اسانيو كارډ وركولو له د وفاقی حکومت د اړخه بجټ كښې 1.1 ارب روپۍ منظور کړې ش??ي، د فاټا سيمو كښې د ټيكس پھ اړه د 5 كاله استثنيٰ وركولو نوټیفیکیشن جاری کړې دې، د فاټا كلن پرمختيائي پروګرام 19-2018 منظور کړې ش??ې۔ غونډې ته وئيلې ش??ل چې ضم شويو سيمو كښې په حلقه بندیو كار روان دې كوم به چې تر دسمبر 2018 بشپړ كړې ش??۔ غونډه كښې د عدالتی او نورو چارو په پیش رفت هم وزیرِ اعظم له تفصیلی بریفنګ وركړې ش??۔ غونډې ته په خپل خطاب کښې وزیرِ اعظم عمران خان ووئيلوفاقي حکومت به اېن اېف سي اېوارډ كښې فاټا له برخې وركولو كښې كښې خپل كردار ترسره كوي٬ د فاټا انضمام قبائيلي سيمو كښې د اولس ژوند بدولو او په ھغې كښې واضحه ښه والې راوستلو مقصد ترمخه شوې، فاټا انضمام په ضد د ناوړه مقصدونو په خاطر بې لارې كونكې قوتونه به پھ ګډه ناکامه كوو۔ په ضم شويو سيمو كښې د افسرانو تعیناتی په اړه خبره كولو وزیرِ اعظم په دې خبره زور راوړو چې دغه سيمو كښې دې هغه افسران تعینات کړې ش?? كوم چې نيك شهرت او د اولسي خذمت جذبه لري