اسلام آباد 05 اکتوبر (اے پی ??ی) د اطلاعات او څپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئېلي دي د پاكستان ??حريك انصاف حكومت د بهرنيو هېوادونو څخه د قرض په ځ??ې په بهرنۍ سرمايه كارۍ باور لري٬سعودي عربستان په پاكستان كښې د اربونو روپو سرمايه كاري كولو له خوښي لري٬سعودي به په ګوادر كښې آئل ريفائنري لګوي٬حكومت سپيځلې احتساب سره مخ په وړاندې روان ??ے ٬په سباؤن كښې به د احتساب عمل لا تندولې شي٬د هېواد او قام پېسه پټوونكو له به حساب وركول وي٬اسحاق ډار چې د اولس كومه پېسه پټه كړې هغه به په هر صورت بېرته راوړلې شي او د پاكستان ??ولس هم دغه غواړي۔ده پنډ دادنخان٬كهيوړه او په جهلم كښې بېلو دستورو ته خطاب كولو۔وفاقي وزير د آئي سي آئي د اړخه د كهيوړه اولس له د څښكلو پاكو اوبو وركولو له د وركړو جرنېټرو٬ د سپيريئر كالج پنډ دادنخان پرانسته هم وكړه۔وفاقي وزير ووئيل د پاكستان لپاره يو لويې زيرې دا هم دے چې د تحريك انصاف حكومت د بهرنيو هېوادونو څخه د قرض اخستلو په ځ??ې په بهرنۍ سرمايه كارۍ زور راوړي۔ وفاقې وزير ووئېل د وزيراعظم عمران ??ان ?? سعودي دورې نه پس د سعودي حكومت اعلٰی كچ پلاوې پاكستان ??ه د سرمايه كارۍ په غرض راغلې او په ډېرو څانګو كښې سرمايه كارۍ له هغوي سره خبرې شوي