ملګري ملتونه 27 ستمبر (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قريشي د برياتيې خارجه وزير جېرمي هنټ سره ملاقات وكړو٬ په ملاقات كښې د تجارت٬ سرمايه كارې٬ تعليم او د پرمختګ پشمول په بېلا بېلو چارو كښې د مرستې په زيات??لو خبرې وشوې۔ د دواړو مشرانو ترمېنځه دا ملاقات په نيويارك كې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د 73مې غونډې په موقع شوے۔ د برتانيې خارجه وزير جېرمي هنټ ش??ه محمود قريشي ته د پاكستان د خارجه وزير په توګه په ټاكنه مباركي وركړه۔ خارجه وزير د برتانيې وزير افغانستان سره د پاكستان د اړيكو او په مقبوضه كشمير كښې د هندي ځواكونو د لاسه د بشري حقونو څخه د سرغړونو نه خبر كړو۔ خارجه وزير ووئيل چې په افغانستان كښې امن ??و استحكام راوستل يوه شريكه ذمه واري ده او پاكستان به د شريكې خوښې ټ??لو معاملې حل ك??لو لپاره د شريكو روابطو د دوه اړخيزه طريقه كار له مخې امن ??و استحكام لپاره د افغانستان- پاكستان د اېكشن پلان پنځو وركنګ ډلو ملاتړ روان ساتي۔ جېرمي هنټ د ملاقات په مهال خارجه وزير شاه محمود قريشي ته د برتانيې د دورې ك??لو بلنه هم وركړه۔