اسلام آباد ۔ 4 ستمبر (اے پی پی) د رېلوے وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي صدارتي ټاكنې آخري پړاؤ څخه تېرېدونكې دي۔ ډاكټر عارف علوی به لوئې اكثريت سره د پاكستان او??س مشر جوړ شي۔ نن ماښام به د هغه خذمات پاكستان لپاره وي۔ د نهې په ورځ پا??لېمنټ هاؤس څخه بهر ميډيا سره خبرو كښې ده ووئيل وزيراعظم عمران خان او عارف علوي به هېواد مخ په وړاندې بوځي۔ په صدارتي ټاكنو كښې زمونږ په مقابل كښې د مخالفې ډلې دوه كاندي??ان ولاړ دي او دواړه به ناكامه شي۔ ده وويئل مولانا فضل الرحمن دې نه وړاندې هم صدارتي ټاكنې كړي ۔ د هغه د او??س مشر جوړېدو خواهش ترسره كېدل راته نه ښكاري۔ ده ووئيل الېكشن كول د هغه جمهوري حق دے۔ ده ووئيل 12 كاله وړاندې هم زه رېلوے كښې ووم زما د تجربې هېڅ متبادل نشته۔ ده ادعا وكړه په 100 ورځو كښې به رېلوے د خپ??ې كاركردګۍ په حېث تر ټولو په غوره كچه وي۔ وفاقي وزير ووئيل عارف علوي د ټولو او??س مشر دے۔ دا وئيل چې زمونږ كابينه تجربه نه لري سمه خبره نه ده