لندن 04 جولائی (اے پي پي) د پاكستان مسلم ليګ (ن) لارښود?? مريم نواز شريف وئيلي دي د مور روغتيا څخه وروستو به خپل هېواد ته ځو۔ زما د مور پرون سرجري شوې۔ هيله ده ډېر زر به هوش كښې راشي۔ د نجي ټي وي چېنلز ترمخه د شورؤ په ورځ لندن كښې ميډيا سره خبرو كښی دې ووئيل په كوم ډول چې ټرائل شوې د ټولو وړاندې دے۔ نزدې 100 وارې پېشي وشوه۔ اوس به هم پاكستان ته ځو۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې دې ووئيل د ټاكنو د بائيكاټ سوال هم نه پېدا كې??ي۔ ټاكنو كښې بايد په نره مقابله وكړې شي او مونږ به ئې كوؤ۔ دې ووئيل ټاكنو څخه وړاندې به پاكستان ته ځو او آخري ګټه به د پاكستان مسلم ليګ (ن) وي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې دې ووئ??ل زندان ته تلو كښې د ويرې هېڅ خبره نشته او زه خپله هم زندان ته تلو ته تياره يم