اسلام آباد 25 جون (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير بېرسټر سيد علي ظفر وئېلي دي چې پاكستان او چين پ??ئيدار كلتوري اړيكې لري٬پائيدار كلتوري اړيكې تل لپاره وي٬دې سره محبت او مينه زياتېږي٬د چين او پاكستان اقتصادي لار(سي پېك)د چين د ون روډ ون بېلټ كاميابه پروژه ده٬دوه اړخيزه كلتوري تبادلې ډېر اهميت لري٬د پاكستان او چين ترمينځه دوستانه سياسي او د معاشي اړيكو نه پس اوس كلتوري اړيكې هم قوي كېږي۔ده دا خبرې د ګل په ورځ په پي اېن سي اے كښې د چائنا ان سټيمپس نندارتون پ??انستې دستورې ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔په دې موقع د پي اېن سي اے ډي جي جمال شاه د چين د سفارت چارواكي او پلاوي هم موجود وو۔وفاقي وزير وو??يل چې په چين كښې وړومبې پرواز د پي آئي اے كوز شوې وو هغه وخت كله چې نړۍ په مشرق او مغرب كښې تقسيم شوې وه او د اړيكو نه زياته ترجيحي ګټو ته وركولې شوه هغه وخت هم پاكستان چين سره دوستۍ ته ترجيح وركړه او چين سره ودرېدو۔دا امريكائي استازي هنري كسينجر د چين دوره هم د پاكستان د روابطو او مرستې پھ نتيجه كښې شوې وه۔ده وو??يل چې پاكستان په هره معامله كښې خپل دوست هېواد چين سره ودرېږي۔ده وو??يل چې د پاكستان كلتور ډېر تاريخي٬ښكلې او پراخا دې۔په پاكستانۍ ټولنه كښې روايات٬د واده دستورې يو بل سره مصافحه كول او د خبرو اترو طريقه هم د كلتور مهم جز دي۔ده وو??يل چې پي اېن سي اے د چينائي كلتور د ودې په اړه ډېر صلاحيتونه لري۔د كلتور ودې په اړه د پي اېن سي اے كردار د ستائنې وړ دې۔ده وو??يل چې مو??ږ د رائے د اظهار په آزادۍ٬معلوماتو ته په رسنه او د صحافت په آزادۍ بشپړ باور لرو