اسلام آباد 09 مارچ(اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن ميا رضا رباني وئېلي دي د ادارو ترمينځه خبرې اترې د وړاندې تللو يواځنۍ لار ده٬بايد هره يوه اداره په ??پلو آئيني حد دننه كار وكړي٬د ادارو ترمينځه د ډائيلاګ په ??ړه زما رولنګ د سېنېټ آمانت دے٬كه د مارچ په 12مه نېټھ مې سوګند واخست او ايوان كښې پاتې شوم نو په ??ستاويزي صورت به يې سېنېټ ته وړاندې كوم٬بايد مونږ خپلې غلطۍ او كوتاهۍ هم په نظر كښې وساتو٬پارلمان په ??پله سپ??س وركړې٬ځكه چې د پارلمان ماتول٬معطل كول او بحالول قبول كړې شوي او په ??ې موده كښې په منظور شوو قوانينو ټاپې لګولې شوي ٬د پارلمان س??لو??ۍ لپاره بايد د آئين دفعه 89 ختمه كړې شي چې له مخې يې آرډيننس جاري كولې شي ٬ بايد ټوله قانون سازي د پارلمان د لارې وشي٬ټولو سياسي ګوندونو د انتخابي ا??لا??اتو په كمېټۍ كښې د سېنېټ غړو ټاكنې لپاره په ??ېلټ پېپر د غړي د نوم ليكلو تجويز رد كړې٬ډائرېكټ اليكشن د مسئلې حل نه دے٬هيله ده چې راتلونكې چيئرمېن به زما د درېو مهمو رولنګز معاملې ته وګوري۔د جمعې په ورځ د سېنېټ په ??ونډه كښې الوداعي وېنا كولو سره د سېنېټ چيئرمېن ووئيل ده په كال 2015م كښې د مارچ په 12مه نېټھ د دې چوكۍ سوګند ما اخستې ؤ نو هغه وخت وړومبې څيز مو چې كوم ايوان ته وړاندې كړې ؤ هغه د خپلو اثاثو حساب ؤ او لوظ مو كړې ؤ چې كله چوكۍ پرېږدم نو خپلې اثاثې او لائبېلټيز به ايوان ته وړاندې كوم چې اولس او غړي يې جاج واخلې۔ دغسې د سېنېټ چيئرمېن د سېنېټ سېكتر ته امر وكړو چې د هغه د اثاثو تفصيل په ??يوان كښې وړاندې كړي۔ده ووئيل نن زه د سياسي كاركن په ??ېث چې په كوم مقام ولاړ يم په ??ې كښې د دوو مېرمنو لويې لاس دے٬يوه زما مور ده چې په ??عاګانو يې دې ځاې ته رارسېدلې يم٬دوهمه زما سياسي مور شهيده بېنظيربهټو ده٬چوكۍ ځي راځي۔ده ووئيل كوم اصول٬پېغام او ورثه چې زه يې د خپل ځان امين ګڼم هغه د شهيدې بېنظيربهټو دے۔د هغې دا اصول وو چې سر دې پرې شي خو د اصولو سودا دې ونه كړې شي٬د دې دريو كلونو نه زما هڅھ وه چې په ??صولو٬آئين او د پارلمان په ????لو??ۍ هېڅ سودا ونه شي او تاسو ته به ياد وي چې كله مې د مننې وېنا كړې وه نو وئېلې مې وو چې په ??ې خبره به وياړ لرم چې زما نوم د نړۍ په هغو څو سپ??كرانو كښې شامل شي د كومو چې د خپل بادشاه په وړاندې سر د تن نه لرې شو خو د پارلمان د س??لو??ۍ سودا يې ونه كړه۔ده ووئيل زه د حكومتي ډلې مشر راجه ظفرالحق او د نورو هم مننه كوم چې په هر قدم يې زمونږ ملاتړ وكړو او لارښونه يې زمونږ وكړه۔ده ووئيل د ټولو پارلماني مشرانو مننه هم كوم چې په ??جتماعي توګه مو دا ايوان وچلولو٬ما هڅه كړې چې په ??وابديدي اختياراتو كښې ترميم وكړم او په ??ملي توګه مې دا اختيارات هاؤس بزنس كمېتۍ ته منتقل كړل۔ رضا ربانې ووئېل د دريو كلونو نه دا ايوان په ??جتماعي توګه چلول شوې٬ځكه ټول كرېډېټ صرف چيئرمېن ته نه د سېنېټ اجتماعي قيادت په ??اړه دے٬ ده ووئېل زه بخښنه هم غواړم چې په ??ې چوكۍ مو څو ځله سختې خبرې هم كړی خو د هغې وجه دا چوكۍ نه وه٬زه دروېش سړې يم د ايوان په ښه ډول چلولو لپاره مې داسې كړي٬د سېنېټ سېكتر هم مننه كوم چې زما يې مرسته كړی٬د ربيعه او د انور صاحب لويې كردار دے۔چيئرمېن د سېنېټ د يو يو افسر نوم اخستو سره د دوي مننه وكړه۔ده د سي ډي اے د عملې هم مننه وكړه چې په لنډه موده كښې يې د جمهوريت يادګار او د دستور كوڅې كار ترسره كړو۔چيئرمېن د قامي ا سمبلۍ سپ??كر او د قامي اسمبلۍ سېكرټرېټ هم مننه وكړه۔ده د وزيراعظم او د كابينې د غړو هم مننه وكړه۔د سېنېټ چيئرمېن د غړو لخوا د باور په څرګندونه او مرسته د هغوي مننه وكړه