ډي آئي خان -25 فروری (اے پی پی) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير چوهدري محمد برجېس طاهر وئيلي دي مسلم ليګ نون به د پ??كستان د پ??مختګ او سوكالۍ سفر د محمد نواز شريف وژن او مشرتابه كښې روان ساتي۔ په تېرو څو كلونو كښې د شوي پرمختګ كرېډټ نواز شريف ته ځ?? چا چې د خپل وژن او عزم د لاررې پاكستان ته د پ??مختګ او سوكالۍ هغه مضبوط بنيادونه وركړل كوم چ?? په هېڅ صورت ختمېدې نه شي۔ د اتوار په ورځ خپل يو بيان كښې ده ووئيل كال 2013ﺀ كښې د هېواد ناوړه حالت د ټول پاكستاني اولس وړاندې دے او د پ??كستان 20 كروړه اولس ګواه دے چې نواز شر??ف د برېښنا په ستونزه ٬ ترهګرۍ او معاشي بدحالۍ قابو موندلو سره هېواد د پ??مختګ او سوكالۍ په لاره روان كړو۔ چوهدري محمد برجېس طاهر و??ئيل نواز شريف خپل عزم او اولس دوست پالېسيو سره د پ??كستاني اولس په زړونو كښې ځائې جوړ كړې۔ دا د بې بنسټه تورونو او پروپېګنډې د لارې ختمېدې نه شي۔ ده ووئيل د كال 2018ﺀ ټاكنو كښې مسلم ليګ (ن) ته زيان رسولو له د مخالفينو منصوبې به ناكامۍ سره مخ شي۔ ده ووئيل مسلم ليګ (ن) به د كال 2018ﺀ ټول ټاكنو كښې كاميابي ترلاسه كولو سره د نواز شر??ف د وژن ترمخه د پ??كستان د پ??مختګ او سوكالۍ سفر روان ساتي۔